په کابل کې د ملي دفاع د وزارت په موټر ځانمرګی برید

ارشیف

نن سهار اوه بجې د کابل ښار په کارته سخي سیمه کې د ملي دفاع د وزارت د کارکوونکو په موټر ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې اوه تنه وژل شوي دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي امریکا غږ ته وویل، چې پدغه ځانمرګي برید کې د ٧ وژل شویو ترڅنګ شپاړس نور هم ټپیان شوي دي.

ښاغلي ستانکزي وویل، لا هم معلومه نده چې پدغو ټپي شويو کې څومره د ملي اردو منسوبین او څومره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د ملي دفاع د وزارت له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې بیا راغلي، چې دا ځانمرګی برید د ملي اردو د هوايي ځواکونو په موټر شوی، او د ملي اردو اته تنه پکې وژل شوي او دیارلس نور ټپيان دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند وايي، دا ځانمرګی برید د کابل د کارته سخي د سیمې د کرهڼې د وزارت په مخ کې شوی او ځانمرګی بریدکوونکی پلی روان وو.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه، " د سهار اووه بجې وې، د کرهڼې د وزارت له مخې چې د ملي دفاع د وزارت د هوايي ځواکونو کاسټر ډوله موټر تېرېده، ځانمرګی برید پرې شوی، زمونږ لومړني راپورونه ښيي، چې اووه پکې وژل شوي او شپاړس ټپیان دي، پولیس لا هم پلټنه کوي".

د ملي دفاع وزارت دا برید په داسې حال کې سخت غندلی دی چې طالبانو ددغه برید مسولیت په غاړه اخیستی او ادعا یې کړې چې په دغه برید کې په کاسټر دوله موټر کې ټول سپاره یا وژل شوي او یا هم ټبيان شوي دي.