احمدزی: د وروستیو پایلو د اعلان نېټه دې نه ځنډول کیږي

اشرف غني احمدزی

اشرف غني احمدزي، چې د چهارشنبې د ورځې په ماښام د ټاکنو د کمیسیون له لورې د ټاکنو د لومړینو پایلو د ځنډولو نه وروسته خبریالانو سره خبرې کولې وویل، چې دواړه کمیسیونونه د لومړنیو پایلو د اعلان او د وروستیو پایلو د اعلان په موده کې خپل کارونه بشپړ کړي او د وروستیو پایلو اعلان دې نه ځنډوي.

ښاغلي احمدزي وویل، چې د افغان ولس او د نړیوالو غوښتنه داده چې د ټاکنو مهالوېش دې په خپل ځای پاتې وي او ان د نوي منتخب ولسمشر د لوړې مراسم دې هم نه ځنډول کیږي.

احمدزي وویل "د افغانستان د ولس تقاضا داده چې مونږ له ابهام نه ووځو، او ولس پدې پوه شي، چې څوک یې د خپل ولسمشر په توګه انتخاب کړی دی."

ښاغلي احمدزي په خپل سیال عبدالله عبدالله باندې غږ وکړ، چې د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته دې د هغه ټیم د شکایتونو د څېړلو له مودې ګټه واخلي، او خپل شکایتونه دې د ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیون سره شریک کړي.

ښاغلي احمدزي وویل، چې له خپل ټاکنیز سیال ښاغلي عبدالله غواړي چې ټیم یې د ټاکنو له بهیر سره یوځای شي او که د ټاکنو د شفافیت لپاره هر وړاندیز لري نو د شکایتونو د کمیسیونو له لورې دې مطرح کړي.

هغه زیاته کړه، هر وخت او هر کله تیار دی چې مخامخ له ښاغلي عبدالله سره وګوري او وې ویل، چې له هغه سره په کتلو کې د بل چا منځګړیتوب ته اړتیا نشته.

هغه وویل " د عبدالله عبدالله غوښتنه دا وي، چې د دوهم اختیار له مخې ملګري ملتونه زمونږ او د دوی ترمنځ منځګړیتوب وکړي دا هم مونږ ته د منلو وړ ده."

سیاسي معامله

ښاغلي احمدزي په کلکه په ټاکنو د ېوې سیاسي معاملې کول رد کړل وې ویل چې " غواړم واضح کړم، مونږ د ولس په رایو کومه معامله نده کړې، سهامي شرکت نه غواړو، واضح یې وایم مونږ ملي او سیاسي مشارکت غواړو او ټیم یې ددغه مشارکت بېلګه ده."

ښاغلي احمدزي پدې تړاو چې ګواکې په ځینو سیمو کې بیا له سره ټاکنې وشي، په ځواب کې وویل، چې د اساسي قانون او د ټاکنو قانون پدې برخه کې واضح دی.