د کابل په لویدیځ کې د تیلو په سلګونو ټانکرونه سوځیدلي

ارشیف

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي امریکا غږ ته وویل تر اوسه په دې پیښه کې د سر د پیښ شوي زیان په باب معلومات په لاس کې نه لري.

ستانکزي وویل "تراوسه پورې کوم لومړني راپورونه چې موږ لرو په حدود د ۴۰۰ د تیلو ټانکرونه په بشپړه توګه سوځیدلي دي".

ستانکزی وايي کیدای شي دا پیښه مرګ ژوبله هم ولري، خو ددې له امله اور لا هم په سیمه کې په بشپړه توګه مړ شوی نه دی د پولیسو د پلټنې ټیمونه نه شي‌ کولای چې د پیښې د ځای پلټنه وکړي .

دی وایي کله چې اور مړ شي نو بیا به په دې پیښه کې د ځاني زیان په هکله معلومات وړاندې کړي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې د شنبې په غرمه خپور کړی د لومړنیو راپورونو له مخې د سوزیدلو ټانکرونو شمیر تر ۲۰۰ ښودلې دې.

همدا شان د کورنیو چارو وزارت وايي‌ چې د تیرې شپې د اور لګیدنې ددغې پیښې د څیړنې لپاره یې یو هییت په دنده ګمارلی دی تر څو دا پیښه په هراړخیزه توګه وڅیړي.

د پیښې عیني شاهدان وايي چې دا پیښه د خصوصي شرکتونو د تیلو د ټانکرونو په یو تم ځای کې چې د کابل په لویدیځه دخولي دروازه کې چې د پغمان ولسوالۍ په ارغندي چوک کې موقعیت لري تیره شپه لس نیمې بجې رامنځ ته شوه چې بیا وروسته اور ټول تم ځای ته وغځیده چې تر سهار پورې آسمان ته لمبې پورته کیدلې.

د کابل پولیس وايي چې د اور د لګیدلو وروسته یې د شپې ناوخته د اور د وژلو عمله د پیښې ځای ته ولیږله خو نن سهار هم د پیښې په ځای کې اور په بشپړه توګه نه وو مړ شوی.

د تیلو د ټانکرونو یو شمیر خاوندانو د پیښې په ځای کې خبریالانو ته ویلي دي‌ چې تر ۵۰۰ پورې د خصوصي شرکتونو د تیلو ټانکرونه د اور لګیدو په دې پیښه کې له منځه تللي دي.

دوی وايي چې د اور د لګیدو دمخه یې د چاودونو څو آوازونه اوریدلي دي.

که څه هم چې د کابل پولیسو د اور د لګیدلو علت نه دی ښودلی او ویلي دي چې په باب یې پلټنې کوي خو طالبانو په یو بیان کې ادعا کړې چې دا اور ددې ډلې لخوا په تکتیکي ډول د ناټو ځواکونو د اکمالاتو د لاریو او ټانکرونو تم ځای کې ولاړو وسایطو ته اچول شوی چې له امله یې د طالبانو د ادعا له مخې تر ۶۰۰ پورې لارۍ او ټانکرونه سوځیدلي‌ دي.

طالبانو ادعا کړې چې په دې پیښه کې ګڼ شمیر بهرني عکسر هم وژل شوي دي خو د طالبانو دا ادعا نه ناټو ځواکونو او نه هم کومې خپلواکې سرچینې تایید کړې ده.

له بلې خوا نن د کابل په نهمې حوزې کې د سهار په شپږو بجو د کابل - جلال آباد په لویه لار د پلچرخي په سړک یو کرولا ډوله موټر چې سیستم یې په ګازي توګه عیار وو ، د موټر د ګازو د ډبې چاودیدولو له امله د موټر چلونکی وژل شوی دی.

د کابل د پولیسو د قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي امریکا غږ ته وویل چې په دې پیښې کې دغه موټر په بشپړه توګه سوځیدلی دی.