د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکي امریکا غږ ته وویل چې د کاندیدانو د تخنیکي ټیم استازو او د ملګروملتونو تخنیکي ټیم ترمنځ د خبرو وروسته پریکړه وشوه چې د کاندیدانو د عکسونو مخې ته د تائید د نخښې یا علامې سربیره که کومو رایې ورکونکو لاسلیک او یا هم د تائید لپاره کرښي کش کړی وي هغه رایه به د همغه کاندید په حق کې شمیرل کیږې.
ښاغلي هوتکي وویل چې اوس د رائیو د پلټنې لړۍ بېرته په عادي توګه پیل شوې ده.
له دې مخکې د ټاکنو د کمیسیون ویاند نورمحمد نور خبریالانو ته ویلي و، چې د رایو پاڼو پر سر د شوي لاسلیک پیژندلو لپاره د دوو کاندیدانو د استازو تر منځ د نظراختلاف رامنځته کېدو لا امله د رایو د پلټنې بهیر د تیرې ورځې له ۴:۳۰ بجو راوروسته په ټپه دریدلی دی.
ښاغلي نور وویل چې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د طرزالعمل له مخې لاسلیک یا د کوټې لګول چې د رایې ورکونکي د پيژندلو لامل کېږي د باور وړ نه دی.
ښاغلي نور وویل، چې د دواړو کاندیدانو د تخنیکي ټیمونو، د یوناما د استازو او د ټاکنو د کمیسیون د غړو ترمنځ ناسته له نن سهار راهېسې تر غرمې پورې روانه وه او لا هم دوی پدې ندي موافق چې په رایي پاڼې کې لاسلیک په باطله رایه کې وشمېرل شي او که په پاکو رایو کې.
هغه وویل " تېره ورځ په دواړو شیفټونو کې کار ښه روان وو، په لومړي کار وخت کې ۱۱۶ صندوقه و پلټل شول، په دوهم شیفټ کې ۸۵ صندوقه و پلټل شول، څلور نیمې بجې وې چې د دواړو کاندیدانو د څارونکو ترمنځ اختلاف پیدا شو، تفتیش ودرېده بله هیڅ خبره نشته یوازې مسئله دا وه چې که په یوه رایې پاڼې کې لاسلیک شوی وي، ایا دا لاسلیک و منل شي چې رايي ورکوونکي خپله اراده څرګنده کړې ده"
د ټاکنو د کمیسیون ویاند وايي، چې تمه لري له غرمې وروسته د رایو د پلټلو لړۍ بیا پيل شي.
تر دې دمه ۴۳۵ د رایو صندوقونه پلټل شوي، یوازې تېره ورځ ۲۰۱ د رایو صندوقونه پلټل شوي وو، دا پلټل شوي صندوقونه د کابل او ځینې یې د بلخ ولایت دي.
د صندوقونو لېږد
ښاغلی نور وايي، تر دې دمه ۸۶۸۰ د رایو صندوقونه ددغه کمیسیون مرکزي دفتر ته رسیدلي دي، د بلخ، غزني او وردکو ولایتونو د رایو صندوقونه تېره ورځ کمیسیون ته وړل شوي دي، د پکتیکا او خوست رايې به نن دغه کمیسیون ته ولېږدول شي.
د کنړ لغمان د ننګرهار په شمول کې په ننګرهار کې یې صندوقونه کابل ته د لېږد لپاره تیار شوي دي، د پروان، کاپيسا او پنجشیر ولایتونو د رایو صندوقونه به سبا د ټاکنو کمیسیون ته و لېږدول شي.
څارونکي
د ټاکنو د کمیسیون ویاند نن غرمه خبریالانو ته د وروستیو پرمختګونو د جزئیاتو د وړاندې کولو په مهال وویل، چې تر تېرې ورځې ۱۱۴۸ څارونکو یا د څارنې کارت اخېستی او یا هم د ټاکنو د دوهم پړاوو د رایو د بیا پلټنې نه څارنه کړې ده.
ښاغلي نور وویل، ۵۵۹ د نوماندانو څارونکي، ۳۰۷ ملي مشاهدین یا کتونکي او ۲۸۲ نړیوال څارونکي د ټاکنو له تفتیش نه څارنه کوي.
د ټاکنو څارونکي د رایو د پلټنې د لړۍ د درېدو نه په اندېښنه کې دي او وايي، چې له وړاندې باید په ټولو برخو کې هوکړه شوې وای او د ټاکنو په پلټنه کې داسې ځنډ ددې پروسې په بې باوره کولو کې مرسته کوي.