په تخار کې په یوه چاودنه کې شپږ ملکي وگړي وژل شوي

د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور وايې چې چاودیدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پرځای شوي وو، چې د پولیسو د موټر د تیریدو پر وخت يې انفجار وکړ.

هغه وايې چې په چاودنه کې پولیسو ته زیان نه دی اوښتې خو مړه او ټپیان ټول ملکي خلک دي.

ښاغلي تیمور امریکا غږ ته وویل " په چاودنه کې ۶ تنه مړه شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي، په وژل شویو کې یوه جینۍ هم ده."

د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر بیا وايې چې د چاودنې هدف معلوم نه و ځکه چې له دغې سیمې پولیس هم نه دي تیر شوي.

هغه زیاته کړه چې په چاودنه کې ټپیان شوي او وژل شوي خلک ټول د اختر لپاره د سودا اخیستو په خاطر بازار ته راغلي وو. اسیر وايې چې په وژل شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دی.

د تخار د خواجه غار په ولسوالۍ کې د موټرسایکل بم د چاودنې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

د بلې خوا يو ځانمرګي بريدګر نن سهار اته بجې او پينځلس دقيقې د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د سيمه يزو پوليسو يو قوماندان ملک نواب خپل يو ساتونکي سره وواژه او يو بل سيمه يز پوليس يې زخمى کړ.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى وايي پیښه د وزيرو په دوه لارې کې هغه مهال رامنځته شوه چې پلي ځانمرګي بريد ګر دسيمه يزو پوليسو پوستې دروازې سره ځان ته په داسې مهال چاودنه ورکړه چې پوليسو سره يې خبرې کولې.

وسله والو طالبانو ددې پیښې مسوليت په غاړه اخيستى او ويلي يې دي چې په بريد کې دسيمه یيزو پوليسو دقوماندان ملک نواب په ګډون د هغه مرستيال او څلور نور سيمه يز پوليس وژل شوي او لس تنه نور زخميان شوي دي.

دا په داسې حال کې دى چې په ننګرهار کې سيمه یيز چارواکي د طالبانو دا ادعا نه مني.