د رائیو د بیا پلټنې په بهیر کې د عبدالله د ټیم برخه اخیستل

ارشیف

د ټاکنو خپلواکه کمیسیون وایي چې نن سهار د رائیو د پلټنې بهیر د دوه کاندیدانو د استازو او افغان او نړیوالو څارونکو په مخ کې پیل شو چې تر اوسه دا بهیر ښه پرمخ ځي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور وویل چې دا بهیر نن سهار ۷:۱۰ دقیقې د کاندیدانو د استازو نړیوالو او افغان څارونکو په مخ کې پیل شو چې په دوو شفټونو کې به د شپې تر اتو بجو دوام وکړي.

ښاغلي نور خبریالانو سره په خبرو کې د پلټنې د بهیر د څارنې لپاره د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم د څارونکو په ستنیدلو خوښې وښودله وویل چې دا بهیر تراوسه د کومې ستونزې سره مخ شوي نه دی.

ښاغلي نور وویل " د پلټنې بهیر ډیر په عادي بڼه د دواړو کاندیدانو د استازو اود نړیوالو او ملي څارونکو او لیدونکو په مخ کې ښه پر مخ ځي".

د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون ویاند وویل چې تیره ورځ تر ۴۰۰ پورې د رایو صندوقونه پلټل شوي دي.

هغه وویل چې نن به په دوه شفټونو کې چې په هر شفټ کې به سل ټیمونه برخه ولري د رایو د پلټنې کار پرمخ لاړ شي.

خو ښاغلي نور وویل چې کمیسیون په دې باندې کارکوي تر څو د پلټنې د ټیمونو شمیر ۳۰۰ ته لوړ کړي.

په دغه خبرې کنفرانس کې د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون ویاند د ولایتونو نه کابل ته د رایو د صندوقونو د انتقال په باب هم خبریالانو ته معلومات ورکړل وویل چې تراوسه د افغانستان د ۳۲ ولایتونو نه ۲۱۹۰۹ د رایو صندوقونه ددغه کمیسیون دفتر ته راوړل شوي چې دا شمیر د ټولو صندوقونو ۹۲.۴ فیصده جوړوي.

د ټاکنو خپلواکه کمیسیون وایي چې د جوزا په ۲۴ ورځ خلکو په ټاکنو کې په ۲۲۸۲۸ صندوقونه کې رایې اچولي وي.

د جمهوري ریاست ددواړو کاندیدانو ټاکنیز ټیمونه هم وایي چې د رایو د پلټنې بهیر نن د ټاکل شوي وخت لږ ناوخته پیل شو او تراوسه لا بیا د کوم خنډ سره مخ شوې نه دی.

د عبدالله عبدالله ټیم وایي چې د ټاکنو خپلواکه کمیسیون ته یې د رایو د پلټنې د بهیر د څارلو لپاره نن سهار خپل څارونکي وروسته له هغې دغه کمیسیون ته واستول چې ملګروملتونو د رایو د پلټنې په برخه کې ددغه ټیم دغوښتنو او وړاندیزونو ډیره برخه ومنله.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم یو ویاند فضل الرحمان اوریا امریکا غږ ته وویل چې ملګروملتو د مرستو هیت دفتر یوناما د رایو د پلټنې او باطلولو په برخو کې ددې ټیم ډیر وړاندیرونه منلي.

ښاغلي اوریا وویل چې د رایو د چک لست ۱۲ او ۱۶ مادې چې دمخه دډاکټر اشرف غني احمدزي ټیم ورسره موافقه نه لرله دا مادې هم اوس دغه ټیم منلي او سر له نن نه به عملي کیږي.

ښاغلی اوریا وایي "د طرزالعمل د ابطال د رایو په خاطر باندې مونږ پنځه وړاندیزونه درلودل، چې پرې مذاکرات ادامه روان وو، تراوسه پورې زیات منل شوي اود یوناما دفتر وعده ورکړې چې نور به هم ومني".

د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم یو ویاند طاهز زهیر امریکا غږ ته وویل چې ملګروملتونو چې کومه کړنلاره ترتیب کړي ددواړو ټیمونو نظریاتو ته په کې ځای ورکړل شوي دي.

ښاغلي زهیر وویل "دا چې د ډاکټر عبدالله ټیم نن ډ پلټنې بهیر ته ورستون شوی په کار خو دا وو چې د ډاکټر عبدالله ټیم لا دمخه دغه بهیر سره یو ځای شوې واې او د پلټنې کار دوه درې ورځې نه واې ځنډیدلې".

د ټاکنو په خپلواکه کمیسیون کې د امریکا غږ خبریال وایي چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم څارونکي هم د رایو د پلټنې د بهیر نه څارنه کوي.

د ټاکنو خپلواکه کمیسیون د یکشنبې په ماسپښین د ډاکټر عبدالله عبدالله د تخنیکي ټیم د شتنون پرته د یوې نوی کړنلارې له مخې د رایو د پلټنې بهیر پیل کړ چې نن یې دوهمه ورځ ده.

ټاکنو خپلواکه کمیسیون رئیس احمد یوسف نورستاني خبریالانو ته وویل چې دوی به نور د کوم کاندید لپاره د رایو د بیا پلټنې بهیر ونه ځندوي.

یوناما

تیره ورځ افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستو هیت دفتر يوناما په یو بیان کې ویلي چې دا اداره د جمهوري ریاست د یو کاندید عبدالله عبدالله سره د رایو د پلټنې بهیر ته د هغه د ټیم د ورستنولو په برخه کې یوې مواقفې ته رسیدلی ده.

د یوناما دا بیان وایي چې د ښاغلي عبدالله د ټیم سره د رایو د پلټنې په برخه کې په پنځه مواردو کې موافقه شوې چې د رایو د پلټنې په روان بهیرکې به دغو ټکو ته هم پاملرنه کیږي.

د یوناما په دغه بیان کې ویل شوي چې د رایو د پلټنې د بهیر ددوام سره سره به د رایو د باطلولو کار د تخنیکي تیاریو وروسته پیل شي.

یوناما وایي چې په شوي موافقه کې د رایو د چک لست په ۱۲ او ۱۶ مادو هم بیا موافقه ترلاسه شوي ده.

دمخه د ښاغلي احمدزي ټاکنیز ټیم پدغو مادو د ښاغلي عبدالله د ټیم سره د نظر اختلاف درلود.

پدغه موافقه کې د رایو د باطلولو په برخه کې یوې بلې جنجالي مسلې ته هم د حل لاره موندل شوی چې د ټاکنو خپلواکه کمیسیون او د دواړو کاندیدانو د ټیمو ترمنځ پرې د نظر اختلاف موجود وو.

په بیان کې وویل شوي چې د ملګرو ملتونو د ټاکنو یو کارپوه جیف فیشر به د رایو د باطلولو په برخه کې د ټاکنو کمیسیون ته وخت په وخت مشوري ورکوي او هم به هغه د هر مشکوک صندوق په باب د ځانګړې څیړنې د پریکړې صلاحیت ولري.

د یوناما سربیره د رایو د پلټنې ددغه روان بهیر نه په سلکونو افغان او نړیوال څارونکي هم څارنه کوي.