نور:د کاندیدانو د استازو لفظي او فزیکي شخړې د منلو نه دي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د جمهوري‌ ریاست دواړو نوماندانو او د هغوی څارونکو ته خبرداری ورکړی چې د هر راز شخړو چې د رایو د پلټنې د بهیر د درول کیدو لامل کیږي‌ ډډه کړي.

دا په داسې وخت کې ده چې نن سهار د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې د دواړو نوماندانو د څارونکو ترمنځ هغه وخت فزیکي شخړه رامنځ ته شوه چې د رایو د پلټنې پر مهال د عبدالله عبدالله دټیم یوه څارونکي د خپل سیال ټیم پر څارونکي لاس پورته کړ او هغه یې ټپي‌ کړ.

بیا وروسته د اشرف غني احمدزي د ټیم څارونکي له هنګر څخه د احتجاج په توګه ووتل او د رایو د پلټنې بهیر د یوې لنډې مودې لپاره ودریدو .

د اشرف غني احمدزي د ټیم استازي ادعا کوي چې یو شمیر نا مسوله کسان د څارونکو په جامه کې د رایو د پلټنې هنګرونو ته داخل شوي دي او غواړي چې د رایو د پلټنې بهیر له خنډ سره مخ کړي ، په ورته وخت کې د عبدالله عبدالله ټیم وايي چې ځینو ځوانانو له احساساتو کار اخیستی او د امنیتي چارواکو په همکارۍ به په راتلونکې کې ددغه راز کړنو مخه ونیسي.

په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي چې د رایو د پلټنې په بهیر کې ورته دغه راز کړنې د منلو وړ نه دي.

نور وايي : “د ټاکنو کمیسیون له کاندیدانو په جدي توګه غواړي چې د خپلو څارونکو احساسات کنټرول کړي او هغه څوک کمیسیون ته ور وپیژني چې د تفتیش بهیر ته ګټور تمام شي نه دا چې د بهیر د دریدو لامل شي”.

دا لومړی ځل دی چې د جمهوري ریاست د نوماندانو استازي د رایو د پلټنې په بهیر کې فزکي شخړه کوي.

د رایو د پلټنې بهیر

په ورته وخت کې نن د جمهوري‌ ریاست د دویم پړاو د رایو د پلټنې بهیر په دوو شفتونو کې دوام وموند.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي چې تر اوسه ۳۴۴۸ صندوقونه د کاندیدانو د استازو او کورني او بهرنیو څارونکو په شتون کې پلټل شوي دي چې د پلټنې بهیر ته به تر راتلونکو څو ورځو لا نور هم زور ورکړل شي.

د ښاغلي نور په وینا تیره ورځ نا وخته یې وکولای شول چې له ټولو ولایتونو څخه د رایو ۲۲۸۲۸ صندوقونه مرکز ته ولیږدوي.

همدا شان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې د رایو د باطلولو لپاره په یو کمیپوتري سیستم کار کوي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي چې دغه سیستم به ډیر ژر بشپړ او کار اخیستو ته به چمتو شي.

نور وايي : “د رایو د باطلولو لپاره به دغه سیستم ډیر ژر چمتو شي”.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور په وینا د تک مارک یا د رایو د پانو د نښې په برخه کې چې کوم د نظر بیلوالی شتون لري کومه ټکنالوژي نشته چې تقلبي رایې وپیژني نو د دواړو نوماندانو استازي اړ دي چې د رایو د پلټنې په ځای کې د موظف مامور نظر واخلي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ټینګار کوي هغه معیارونه چې د دواړو نوماندانو لخوا پرې هوکړه شوې ده له مخې به یې دوی خپل کار ته دوام ورکوي.

د رایو د پلټنې بهیر په داسې وخت کې روان دی چې د دواړو کاندیدانو د څارونکو ترمنځ د چک لست پر سر د نظر بیلوالی شتون لري کوم چې د ملګرو ملتونو لخوا برابر شوی وو.