معنوي: که مو غوښتنې و نه منل شي د تفتیش له پروسې وځو

ارشیف

فضل احمد معنوي، چې یو وخت د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر و، د ټاکنو د تفتیش په بهیر کې د عبدالله عبدالله د تخنیکي ټیم مشري کوي وايي، چې د تفتیش په ټول بهیر کې د عبدالله عبدالله د ټیم غوښتنې ندي منل شوي.

ښاغلي معنوي خبرداری ورکړ چې که تر سبا سهاره پورې یې ټولې غوښتنې و نه منل شي، نو د ټاکنو د تفتیش له بهیر سره به پرېکوڼ اعلان کړي.

ښاغلي معنوي ملګري ملتونه هم پدې ګرم کړل، چې د دوی غوښتنو ته یې مثبت ځواب ندی ورکړی، د ټاکنو له کمیسیون سره دوی اړخ دي او څه چې دوی د ټاکنو د تفتیش په مهال د ده په باور د درغلیو رايې پېژندلي په سلګونو محلونو ته رسیږي.

هغه د رایو د باطلولو پرونۍ پیل شوې پروسه مسخره وګڼله او وې ویل، چې د دوی پلټنې چې هغه د سیستم په نامه یاد کړه ښيي، چې په ۷۲ محلونو کې چې رايې باطلې شوي دي، ۴۲ یې داسې محلونه دي چې رايې پکې صفر وې.

د عبدالله عبدالله د تخنیکي ټیم دغه مسؤل وویل، چې دوی دومره پرمختللی ځاني سیستم لري، چې ان د ټاکنو د کمیسیون نه هم زیات پرمختللی دی.

ښاغلي معنوي وویل "که تر سبا سهاره پورې زمونږ معقولې غوښتنې و نه منل شي، او دا لړۍ همداسې دوام وکړي، نو زه دلته په ډاګه وايم، چې سر له سبا به بیا مونږ په تفتیش کې نه یو، تحریم ورسره اعلانوو، دا چې بیا یې ملګري ملتونه، کمیسیون یا مقابل ټیم دا پروسه پرمخ وړي مونږ پورې ارتباط نه نیسي".

د عبدالله عبدالله د ټیم دغه تخنیکي مسؤل په خبري ناسته کې د غوښتنو یو اوږد لست یاد کړ، په سلګونو محلونه یې ښودل چې درغلۍ پکې شوي.

ښاغلي معنوي وویل چې د رايو د ابطال په لایحه کې یې غوښتنې ندي منل شوي.

هغه وویل، له لومړۍ ورځ یې له ملګرو ملتونو سره په خپلو غوښتنو چانې وهلي دي.

ښاغلي معنوي د ټاکنو د تفتیش بهیر سیاسي وګڼه او ادعاء یې وکړه، چې دا بهیر غیری تخنیکي دی.

د اشرف غني احمدزي ټیم هم تېره ورځ ویلي، چې د رایو دابطال د پروسې په پيل کې یې ستونزې لیدلي، او دوی ته دا مغشوشوونکې ده.

خو ددغه ټیم د تخنیکي ډلې رئیس داود سلطانروی خبریالانو ته ویلي چې دوی به په دې اړه خپل شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو د خپواک کمیسیون سره ثبت کړي.

ملګرو ملتونو بیا تېره ورځ د رایو د ابطال د پروسې د پيل هرکلی کړی و، او له ټاکنیزو ټیمونو یې غوښتي وو، چې د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون پریکړو ته دې درناوی وکړي.

د ټاکنو د رایو سل په سلو کې د تفتیش بهیر د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کېري په منځگړیتوب او د دواړو کاندیدانو د منلو وروسته د سرطان په ۲۶ پیل شو، خو په تیرو اونیو کې دا لړۍ له ګڼو ستونزو سره مخ وه چې په ترڅ کې څو وارې د کاندیدانو د ټیمونو د څارونکو ترمنځ شخړې رامنځته شوې دي.

دا پروسه که څه هم د ټاکنو د کمیسیون له خوا رهبري کیږي خو ملګرو ملتونه یې مخامخ سرپرستي کوي.

بهیر به دوام ومومي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم د تخنیکي چارو د رئیس فضل احمد معنوي ددې ګواښ په باب ویلي چې که چیرې دا ټیم کوم شکایت او یا هم وړاندیز لري، نو خپل شکایتونه دې د ټاکنو په کمیسیون کې هغې ګډې تخنیکي کمیټې ته وړاندې کړي‌ چې هره ورځ مازدیګر ددغسې مسلو د ارزونې لپاره غونډې کوي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وویل چې په دې کمیټه کې د دواړو کاندیدانو د تخنیکي ټیمونو سربیره ملګري ملتونه او د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم غړیتوب لري.

ښاغلي نور چې د معنوي د خبري کنفراس لږ وروسته یې د ټاکنو په کمیسیون کې خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې د رایو د باطلیدولو لړۍ د هغې چک لست یا کړنلارې له مخې چې دواړو کاندیدانو پرې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په مخکې موافقه کړې وه، پیل شوې ده.

هغه وویل چې دا کړنلاره ملګرو ملتونو د کاندیدانو د ټیمونو سره ترتیب کړې او د ټاکنو کمیسیون ته یې سپارلې چې دغه کمیسیون پکې اصلا یو ټکی هم پکې نه دی بدل کړی.

ښاغلي نور دواړو ټاکنیزو ټیمونو ته مشوره ورکړه چې د بهیر تر پای له کمیسیون پاتې شي.

هغه وویل "دا هم قطعي شوې ده چې که هر یو له دغو ټیمونو نه په بهیر کې برخه وانخلي ملګري ملتونه ،‌نړیوال کورني او بهرني څارونکي او مشاهدین شته دی چې بهیر پرمخ بوځي او بلاخره د پایلو اعلان ته ورسیږو".

ښاغلي نور وویل چې د ټاکنو خپلواکه کمیسیون به د چهار شنبې په ورځ بیا د رایو د یو شمیر محلونو په باب په کمیسیون کې علني غونډه جوړه کړي.

هغه وویل چې د تیرې ورځې تر څلورو بجو ۱۰۸۴۶ د رایو چک لستونه په سیستم کې داخل شوي‌ دي‌.

همداشان ښاغلي نور دغه خبري کنفرانس ته د سرطان له ۲۶ نه د دوشنبې د شپې تر ۸ بجو پورې د ټولو پلټل شویو صندوقونو شمیر ۱۶۸۰۳ صندوقه وښود وویل چې دا اندازه د ټولو صندوقونو ۷۲،۶ فیصده جوړوي.

هغه زیاته کړه چې د ځانګړې پاملرنې لاندې د ۶۰۰۰ صندوقونو له ډلې هم ۱۰۴۲ صندوقونه تر تیرې شپې پلټل شوي دي.