د ټاکنو تخنیکي چارې به په دوو ورځو کې بشپړې شي

ارشیف

د ټاکنو خپواک کمیسیون وایي چې تر راتلونکو دوو ورځو به د رایو د پلټنې د بهیر ټولې تخنیکي چارې بشپړې شي اود پایلو د اعلان دمخه به د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته د وروستۍ پریکړې لپاره واستول شي.

ډ ټاکنو د خپلواکه کمیسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکي امریکا غږ ته وویل چې تمه دا وه چې دا کار د چهارشنبې په ورځ بشپړ شوی وای خو د رایو په چک لستونو کې د یو لړ تخنیکي ستونزو له امله دا کار د پنجشنبې ورځې ته وځنډیده.

ښاغلی هوتکي وایي " ځینې داسې چک لستونه د تفتیش له پروسې څخه اوس پیدا شوي دي چې د هغې یو نمبر د سیستم سره فرق کوي دا په دې معنی چې دغه چک لست د تفتیش په وخت کې د کارمندانو له خوا نه یوه شماره اشتبهاه شوي ده یا سهوه شوي ده نو ددې لپاره مونږ ته یو دوه ورځې په کار دي چې له محلاتو سره سر ورکړو ځکه چې د مرکزونو کود یې صحیح دی خو د محلاتو په کوډ کې یوه شماره فرق لري".

ښاغلی هوتکي وایي چې دا کمیسیون په پام کې لري چې یوه بله علني غونډه هم جوړه کړي او په ترڅ کې به یې د ټولو هغو رایو د محلونو په باب پریکړې وشي چې تراوسه یې په هکله پریکړې نه دي شوي او هم به د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون له خوا ددغه کمیسیون د پریکړو په باب شوې بريکړې هم بیرته د ټاکنیزو شکایتونو د وروستۍ پریکړې لپاره دغه کمیسیون ته واستول شي چې د هغې وروسته به ددوهم پړاو د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي.

هغه وایي "تخنیکي اړخ کې که زمونږ په سیستم کې چې مطمين یم انشاالله چې مشکل نه پیښیږي اخیرنۍ مشکل همدا دی چې د ځینو چک لستونو شمارې سره اشتبهاه شوي دي د تفتیش په وخت کې بل مشکل نه لرو پس له هغې چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پرې تصمیم ونیسي مونږ به په راتلونکو ورځو کې وروستۍ پایلې اعلان کړو".

د ټاکنو خپلواکه کمیسیون مرستیال د رایو د پلټنې د تخنیکي بهیر د بشپړیدلو په باب دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې ملګروملتونو عمومي منشې نن په یوبیان کې د افغانستان د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو غوښتي دي چې زر په خپلو کې د ملي وحدت د حکومت د جوړیدلو په سره موافقه وکړي.

همداشان افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو هیات دفتر یوناما له خوا په خپور شوي دغه بیان کې د ملګرو ملتونو عمومي منشې د عبدالله عبدالله او د اشرف غني احمدزي ترمنځ د جولای په۱۷ او د اګست په ۸ د امریکا د بهرنیو جارو د وزیر جان کیري په منځګړیتوب د شوو موافقو یادونه شوې او ویل شوي چې دواړو کاندیدانو د رایو د پراخه پلټنو د پایلو د منلو ژمنه کړې ده.

دا بیان د بان کيمون له خولې وایي چې دا چې د سپتامبر په ۴ د رایو د پلټنې کار بشپړ شوی او ژر به د رایو پایلې اعلان شي نو دواړو کاندیدانو ته په کار دي چې په خپلو ژمنو ودریږي او په دې توګه په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په سوله ایزه توګه د واک لیږد ته لاره هواره کړي.

که څه هم چې نن دواړو کاندیدانو د لویې جرګې په خیمه کې د شهید اونۍ د لمانځلو په غونډه کې یو بل ته سره نږدې ناست وو خو ددواړو کاندیدانو ټاکنیز ټیمونه وایي چې د ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غني ترمنځ د سه شنبې تر مازیګره کومه غونډه نه ده شوې.