په کندوز کې ډاکټرانو احتجاج کړی

شپږ ورځې وړاندې د یو ډاکټر ځوی چې د لومړي ټولګي زده کوونکی دی د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوی دی.نن د کندوز د مرکزي روغتون د شخصي او دولتي کلینکونو ډاکټرانو په دې خاطر مظاهره کړې وه چې باید ددغه ډاکټر تښتول شوی ماشوم له تښتنوونکو وژغورل شي.

په ښار کې له دولتي او شخصي کلینونو پرته درملتونونه هم تړل شوي وو، ډاکټرانو چې سپینې چپنې يې اغوستې وې د کار پر ځای د روغتون په انګړ کې راټول شوي وو او هغو مریضانو ته یې رخصت ورکاوه چې له لرې ولسوالیو او سیمو څخه روغتون ته راتلل. دوي له دغو خلکو هم غوښتل چې ددوي د ستونزو په اړه ولایت او امنیتي چارواکو ته شکایت وکړي.

یو تن ډاکټر لطیف شریفي د ډاکټرانو له خوا د مظاهرې په اړه وویل: " د ولایت روغتون، شخصي کلینکونه هم تړل کیږي یوازې عاجل مریضان به اخیستل کیږي او نور بیرته رخصتیږي."

یو بل ډاکټر روح الله نیازی د یو تن ډاکټر د ځوی د تښتولو په اړه خپل نظر داسې څرګند کړ: " نن شپږمه ورځ ده چې د یو متخصص ډاکټر ځوی تښتول شوی دی خو تر ننه پورې امنیتي مسولینو ځواب نه دی راکړی. که دولت وایې چې امنیتي اوضاع خرابه ده، نو د طالبانو په سیمو کې هم تښتوونکي وخت نه شي تیرولی. په همدې نږدې سیمو کې دی ، باید دولت يې پیدا کړي."

خو هغه خلک چې له لرې سیمو او ولسوالیو څخه مرکزي روغتون ته راغلي ، وایې چې ډاکټران ځکه کار نه کوي چې د یو تن ځوی چا تښتولی دی شیر محمد وايې: " ډاکټرانو راته ویل د یو ډاکټر ځوی چا تښتولی تاسو ولایت ته لاړ شئ او د ډاکټرانو د ستونزو په اړه شکایت وکړئ، او تر څو چې ددغه ډاکټر ځوی خوشې نه شي دوي مریضان نه ګوري."

نوروز عمرخیل وايې چې هغه هم سهار وختي روغتون ته د تداوۍ په خاطر خپل مریض راوستی وايې چې که دده ځوی چا تښتولی وي دا د هغه او تښتوونکي تر منځ شخصي مسله ده او روغتون دولتي دی نو د شخصي ستونزو په خاطر باید دولتي روغتونونه ونه تړل شي:

" زه خبر شوم چې د کوم ډآکټرځوی چا تښتولی او دوي روغتون بند کړی نو دا خو ستا شخصي مسله ده، نو دولتي روغتون ولې تړل شوی."

په کندوز کې له دې مخکې هم یو شمیر خلک چې ښه کاروبارونه يې درلوده او یا هم سرمایه دار وو د ځینو خلکو له خوا تښتول شوي وو، ځینې د پولیسو په عملیاتو کې خوشې شوي او ځینو د پیسو په بدل کې خپل تښتول شوي کسان خوشې کړي دي.