د لاس رسي وړ اتصالات

د کندوز خلک له روانو امنیتي حالاتو اندیښمن دي


له یوې خوا انتخاباتي ناندریو او له بلې خوا د طالبانو له خوا د دغه ولایت د زیاتو سیمو لاندې کولو یو شمیر خلک دې ته اړ کړي چې له سیمې ووځي.

هغه خلک چې د سیمې امنیتي او سیاسي اوضاع تحلیلولای شي، نه غواړي له مطبوعاتو سره خبرې وکړي، په روانو حالاتو کې هرڅوک د امنیتي انديښنو سره مخ دي. یو مخور سپین ږیری په دغه ټپه د خپل زړه خبره کوي.

له ویرې حال ویلې نه شم ::::: د سوال یاري ده اوس به ګډه وډه شینه.

په کندوز کې د یوې اونۍ په جریان کې دولتي قواوې او مامورین تر دولتي ودانیو محدود شول، د مخالفو وسله والو او دولتي قواو جګړه د ښار له اړوندې سیمې کنم او حضرت سلطان څخه پیل شوه.

ولې کنم کې جګړه ونښته شو؟

د کنم د جګړې اصلي علت پر خلکو د غیر قانوني وسله والو له خوا د اوبو بندول و، دغه وسله وال په کندوز کې د ځینو پخوانیو قوماندانانو له خوا حمایه کیږي. د کنم یو تن اوسیدونکې صوفي امرالله وايي چې د دوی د سیمې امنیتي اوضاع اوس هم ګډه وډه ده.

صوفي امرالله وویل: «د سر بخوده اربکیانو له خوا دخلکو ورځ بده ده، پخوا يې هم پر خلکو اوبه بندې کړې وې او اوس يې بیا پرې اوبه بندې کړي. خلک د میو ریبلو ته هم نه پریږدي.»

هغه خپل سري اربکیان هغو وسله والو ته وايي چې نه په پولیسو او نه هم په کومه دولتي ادارې پورې تړاو لري.

غیر قانوني وسله والو چې په سیمه کې پر اربکیانو یادیږي پر خلکو يې د زراعتي ځمکو اوبه بندې کړې وي چې خلکو ددغو وسله والو پر وړاندې پاڅون وکړ او په منځ کې يې طالبانو مداخله وکړه.

صوفي امرالله وویل: «دغه جګړه د اوبو په سر ونښته طالبانو په کې مداخله وکړه او سرحد يې تر خان اباده ورسیده.»

دغو غیر قانوني وسله والو تیر کال د ارچي او امام صیب په ولسوالیو کې د دولت په ملاتړ د طالبانو پر خلاف له دولتي قواو سره په پراخو عملیاتو کې برخه هم اخیستې وه.

جګړه چې د ښار په نزدې سیمو کې پیل شوه تر شاوخوا ولسوالیو او سیمو ورسیده، له دشت ارچي او نورو سیمو هم وسله وال طالبان راټول شول او پر چاردرې ولسوالۍ يې برید وکړ.

دشت ارچي هغه ولسوالي ده چې له څو کلونو راپدیخوا يې دولتي کارکوونکي او یا نور هغه خلک چې په موسیساتو کې کار کوي د تخار ولایت یا د امام صیب ولسوالۍ له لارې ورځي.

د ارچي ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی صالح محمد مندوخیل وايي په همدې خاطر چې د خلکو سر او مال په امن کې نه دی ځکه نه غواړي له مطبوعاتو سره خبرې وکړي. هغه وايې چې په سیمه کې د جګړو تجارت روان دی، ریموټي جګړې دي او دغه تجارت دې نور بس کړي.

مندوخیل ددغو «تجارتي جګړو» مثال ورکوي او وايي چې د دولت مقابل لوری هم د دوی په څیر مجهز جنګي وسایل لري، هغه وايي چې که دوی ته نړیوال دغه وسایل ورکوي نو مخالفینو ته يې څوک ورکوي؟

د ارچي د ولسوالۍ اوسیدونکی صالح محمد مندوخیل د مخالفو وسله والو کارونو ته اشاره وکړه چې له خلکو عشر او زکات اخلي او بې ځایه خلک وژني. هغه وویل: «که جهاد کوي نو د خدای د رضا لپاره به يې کوې نو تا خو ماته مخ تړلې، که زما په وژنه افغانستان جوړیږي زه دار ته حاضر یم خو د خدای لپاره نور دې خپلې ورینداریانې نه ژړوي.»

خپلسري وسله وال:

د کندوز د ښار اړوند سیمه کنم او خان اباد ولسوالي شریکه پوله لري، ددغې ولسوالۍ اوسیدونکي هم له دې شکایت لري چې په سیمه کې يې په رڼا ورځ وژنې کیږي خو هیڅوک يې پوښتنه نه کوي، د خان اباد خلک وايې چې په ارچي، چاردره، امام صیب، او نورو سیمو کې خو جنګ دی، په خان اباد کې خو جګړه هم نشته خو د خپلسرو وسله والو ډلو له لاسه خلک تر پوزې رسیدلي دي.

د خان اباد یو تن مولوي دوست محمد وايې چې هر وسله وال په خپله سیمه کې ولسوال هم دی، او قوماندان هم دی، هر څه چې يې زړه وغواړي له هر ډول ویرې پرته يې ترسره کوي. هغه وویل:

مولوي دوست محمد وویل: «ناامني اخیري حد ته رسیدلې ده، نه ولسوال لرو، نه قوماندان لرو، او نه امنیت لرو، هیڅ هم نشته، یوازې هغه خلک هر څه دي چې وسله يې په اوږه ده.»

د خلکو ویره:

په کندوز کې د مدنې ټولنو یوه فعالین هم له روانو حالاتو انديښمن دي او وايي چې دوی ویره لري چې مخالفین به پر ښار راننوځي.

د مدني ټولنې یوه فعاله نورزیه وايي چې په کندوز کې په عمومي توګه امنیتي وضعه د ډاډ وړ نه ده، او دولت يې هم په اړه هیڅ اقدام نه کوي، هغه وايي چې خلک د مرګونو له ویرې ښار ته راغلي خو د ښار وضعه هم ښه نه ده.

فعاله نورزیه وویل: «نجونې او ښځې دفترونو او ښوونځیو ته نه شي تللای، ویره لرو چې اوس به ښار طالبان ونیسي، د ښار تر کمربندونو پورې هم د شپې طالبان راځي.»

که څه هم پولیس دا مني چې د کندوز زیاتې سیمې د دولت مخالفو وسله والو تر خپلې ولکې لاندې راوستې وې خو وايې چې د چاردرې له ولسوالۍ يې مخالفین په بشپړه توګه ویستلي دي، د کندوز د امنیې قوماندان غلام مصطفي محسني په یوه خبرې ناسته کې وویل چې په پنځلس ورځینو علمیاتو کې يې د دولت ۲۱۱ تنه مخالفینو ته مرګ ژوبله اړولې ده چې یو شمیر يې په کې قوماندانان هم وو:

ښاغلی محسني وویل: «په دغو پنځلس ورځینو عملیاتو کې د مخالفو وسله والو تلفات ۲۱۱ تنه وړاندوینه شوې، چې ځینې یې ټپیان دي او ځینې يې نیول شوي دي، اوس په چاردره کې پنځلس امنیتي پوستې جوړې شوي چې بیا سیمې ته طالبان رانه شي.»

د کندوز والي هم په لومړیو کې د ځینو قواناندانو تر منځ، چې شخصي دښمنۍ يې درلودې، د روغې جوړې هڅه کوله خو کله چې د دفاع وزیر کندوز ته سفر وکړ او د کنم پیښه يې د نږدې وڅیړله د هغو قوماندانانو تر منځ يې روغه وکړه چې د جګړو له امله يې په یوه اونۍ کې د کندوز زیاتې سیمې د دولت له ولکې ووتلې.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG