جمهور رئیس کرزی سبا ته د خپلو مامورینو سره مخه ښه کوي

ارشیف

د افغانستان د ادارې چارو رئیس صادق مدبر نن په کابل کې یو خبرې کنفرانس ته وویل چې ټاکل شوې جمهور رئیس حامد کرزی د سه شنبې په ورځ د خپل حکومت د مامورینو سره په ارګ کې په یوه لویه غونډه کې مخه ښه وکړي.

ښاغلي مدبر وویل چې دغې غونډې ته د کابل سربیره د ۳۴ ولایتونو نه د حکومت لوړ پوړې چارواکي بلل شوي دي.

ښاغلي مدبر چې د افغانستان د ادارې چارو په ریاست کې یې د افغانستان د نوي جمهور رئیس د لوړې مراسمو په باب خبریالانو ته نن غرمه معلومات ورکول وویل چې نوی جمهور رئیس به راتلونکې دوشنبه لوړه وکړي.

ښاغلي مدبر زیاته کړه چې په دغو مراسمو کې به د افغانستان د دولت د لوړ پوړو چارواکواو د پارلمان د دواړو مجلسونو د رئیسانو او غړو د ګډون سربیره د افغانستان د۳۴ ولایتونو نه قومي مشران او مخور او د ښخو د استازو په ګډون د مدنې ټولڼې په لسګونو غړي هم برخه واخلي.

هغه وویل " یو شمیر بهرنیو هیوادونو جمهورریسانو،د جمهورریسانو مرستیالانو، صدراعظمانو، د صدراعظمانو مرستیالانو ته پدغو مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده".

ښاغلي مدبر وویل چې ددغو مراسمو د لا ښه ترسره کولو لپاره د اوو میاشتو راهیسې یو کمیسیون د جمهور رئیس حامد کرزي له خوا ګمارل شوې دی.

هغه وویل چې د لوړې مراسم به یوازې د نوي جمهور رئیس لپاره ترسره شي او د دغو مراسمو په وخت به یوازې اجرائی رئیس خلکو ته وپیژندل شي.

همداشان د ادارې چارو لویې رئیس وویل چې د جمهور رئیس حامد کرزي په مشرۍ د کابینې د عادي غونډو وروستۍ غونډه نن په ارګ کې جوړه شوه.

خو هغه وویل چې د چهارشنې په ورځ به د جمهور ریئس حامد کرزی په مشرۍ د کابینې یوه بله وروستۍ فوق العاده غونډه هم جوړه شي او ددغې غونډې په ترڅ کې به ټول وزیران د خپلو وزارتو د تیرو کلونو کاري راپورونه نوي حکومت ته وسپارلو لپاره چمتو کړي.

د ادارې چارو د ریاست دغه چارواکی وویل چې ټاکل شوې جمهور رئیس حامد کرزی به د سه شنبې په ورځ په ارګ کې په یوه لویه غوڼده چې د کابل سربیره د افغان حکومت لوړپوړې چارواکي ورته بلل شوي د افغانستان د حکومت مامورینو سره مخه ښه وکړي.