افغانستان شارجه کې د زمبابوې سره د کرکټ سیالۍ لري

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به د دسمبر د ٢٥ نه د جنوري تر لسمې نیټې پورې د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د زمبابوې د ملي ټیم سره د پینځو یو ورځنیو او دوه شل اوریزو سیالیو کوربه وي.

افغانستان د کرکټ بورډ عمومي ریس ښاغلي نسیم دانش د امریکا غږ اشنا راډیو سره مرکه کې ویلي چې د دغو سیالیو دپاره د اعلان شوي ملي ټیم ټولو لوبغاړو د متحده عربي اماراتو ویزې اخیستي او په پوره تیارۍ سره به د زمبابوې د ملي ټیم سره مقابلې ته میدان ته کوزیږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي ریس نسیم دانش

ښاغلي دانش د کرکټ مینه والو ته دا زیری هم ورکړ چې د زمبابوې سره کیدونکې ټولې اووه سیالۍ به د کرکټ د مشهورو تلویزوني شبکو دلارې په ژونۍ بڼه ښودل کیږي.

همداراز ښاغلي دانش په متحده عربي اماراتو کې میشتو افغانانو او هیواد کې میشتو افغانانو نه وښودل چې د خپلو ملي اتلانو د ملاتړ او تشویق دپاره دغو سیالیو لیدو ته راشي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ښاغلي نیسم دانش سره د امریکاغږ آشنا راډیو مرکه