ویسټ انډیز د کرکټ د ۲۰ اورونو د نړیوال جام په پایلوبه کې په یوې په زړه پورې لوبې کې انګلينډ ته ماتې ورکړه او نړیواله اتلولي یې وګټله.
د لوبې پچه ویسټ انډیز وګټله، خو د توپ اچونې پرېکړه وکړه. انګلینډ په ۲۰ اورونو کې ویسټ انډیز ته د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه، خو ویسټ انډیز په وروستي اور کې پوره او اتل شو.
په وروستي اور کې ۱۷ منډې په کار وې، خو د ویسټ انډیز توپ وهنکي کارلوس برایتویس په څلورو توپونو پرلپسې څلور شپیږیزې ووهلې او نړیوال جام یې وګاټه. دا دویم ځل دی چې ویسټ انډیز د ۲۰ اورونو اتلولي ګټي، لومړی وار یې په ۲۰۱۲ کال کې ګټلې وه.
ویسټ انډیز په دغه نړیوال جام کې یوازې یوه لوبه بایللې ده، هغه یې هم افغانستان ته. ویسټ انډیز، په همدې ورځ د ښځو د ۲۰ اورونو نړیوالي اتلولي هم وګټله.
د ښځو په سیالیو کې اسټرالیا ویسټ انډیز ته د ۱۴۸ منډو هدف ورکړ، چې ویسټ انډیز پوره او په لومړي ځل یې د ښځو نړیواله اتلولي وګټله.
تر دې شاوخوا یوه میاشت وړاندې، د ویسټ انډیز د ۱۹کلنو ځوانانو لوبډلې هم نړیوال جام او نړیواله اتلولي ګټلي وه.