ټرمپ: هیلري کلنټن د داعش ډلې بنسټ اېښودنکې ده

داعش د ۲۰۱۴ کال د جون په میاشت کې د اسلامي دولت په نامه خلافت اعلان کړ

د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند، دونلډ ټرمپ خپله دیموکرات سیاله، هیلري کلنټن د داعش د ترهګرې ډلې بنسټ اېښودنکې یاده کړې ده.

ټرمپ چې د فلوریدا ایالت په دیتون کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وینا کوله پر میرمن کلنټن د سختو نیوکو پر مهال وویل چې د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه د هغې کمزوري مدیریت د نړۍ په ډیرو برخو کې ستونزې وزیږولې.

ترمپ وویل:"موږ د اسلامې دولت ډلې ته اجازه ورکړه چې دغه موقف ترلاسه کړي. دا هیلري وه چې باید د داعش د بنسټ اېښودنکې په توګه جایزه ترلاسه کړي. دا هغه څه و چې وشول. د هیلري کمزورتیا او کمزورې پالیسۍ."

د ټرمپ په وینا په منځني ختیځ کې د میرمن کلنټن تګلارو ددې لامل شوې چې داعش ډله سر راپورته کړي.

د داعش ډله د ۲۰۱۴ کال د جون په میاشت کې په عراق کې د موصل ښار او په سوریې کې د ځینو سیمو په نیولو سره د اسلامي دولت په نامه خپل خلافت اعلان کړ.

د ټرمپ د وروستي تور په تړاو تردې دمه د میرمن کلنټن د غبرګون په اړه څه نشته.

متحده ایالات د ۳۰ هېواودنو په ګډون د یو ائتلاف مشري پر غاړه لري چې موخه یې له داعش سره مبارزه ده.

تیره اونۍ واشنګټن ددغو هېوادونو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو کوربه و څو د اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې خپله راتلونکې تګلاره مشخصه کړي. دغې ناستې کې پدې بحث وشو چې څنګه نوې تګلاره په عراق او سوریې کې د داعش تر ولکې لاندې سیمو په نیولو کې ګټوره تمامیدای شي.