ایران ګواښ وکړ که امریکا تړون مات کړ غچ به یې واخلي

ښاغلي خامنه اي وايي چې امریکا په وار وار له اتومي تړون څخه سرغړونه کړې ده

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه اي ګواښ کړی که پر ایران د متحدو ایالتونو د بندیز د مودې غزول تائید شي، تهران به يې غچ واخلي.

د امریکا د استازو خونې تېره اونۍ پر ایران د لګېدلي لس کلن بندیز موافقې ته بیا اجازه ورکړه. دا بندیز په اول ځل په ۱۹۹۶ کال کې تصویب شو چې د انرژۍ په صنعت کې ایران ته د هغه د پانګونې سزا ورکړي او د اتومي وسلو د رسېدو لپاره د تهران د هلو ځلو مخه ونیسي.

د ښاغلي خامنه اي ویپاڼه وايي نوموړي د انقلابي ګارد غړو ته په خبرو کې وویل "د امریکا اوسني حکومت څو وارې له اتومي تړون نه سر غړونه کړې ده. د دغو سرغړونو وروسته بېلګه د لس کلن بندیز د مودې غزول دي، که عملي شي له تړون نه ښکاره سرغړونه ده او اسلامي جمهوريت به پر ضد غبرګون وښي."

که دا بندیز بیا ونه غزول شي، د ۲۰۱۶ کال په پای کې ختمیږي چې باید د استازو د خونې له تصویب وروسته ‎یې ولسمشر اوباما امضا کړي چې په قانون بدل شي.

ایران او د نړۍ زبر ځواکونو تېرکال دا تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې ایران د اتومي وسلو د جوړلو له هلو ځلو لاس اخلي او په بدل کې به پرې اقتصادي بندیزونه لېرې کړل کیږي. د ایران اقتصاد د دغو بندیزونو له کبله خورا ځپل شوی دی.

د ایران ضد لایحه

د رویټرز خبري اژانس وايي د امریکا قانون جوړوونکو دا مسوده د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د دونلد ټرمپ له بري یوه اونۍ وروسته تصویب کړه.

په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي او شاوخوا ۲۰ ډیموکراتان له ایران سره د دغه تړون مخالف دي او په خپله د امریکا منتخب ولسمشر ټرمپ هم پر دغه تړون نیوکې کړي دي.

د دواړو ګوندونو استازي هیله مند دي چې د نوي ولسمشر په راتګ سره به پر ایران فشارونه همدغسې روان وساتل شي.

ښاغلي ټرمپ د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال په یوې غونډې کې ويلي وو چې دا تړون باید " څېرې کړل شي". ایت الله خامنه اي د هغه په څرګندونو تند غبرګون وښوده او وویل که دا کار وشي ایران به تړون په اور کې "وسوځوي".

پر دې سربېره د امریکا د استازو خونې یوه بله لایحه هم تصویب کړه چې پر ایران د بوینګ او ایربس د تجارتي الوتکو د خرڅولو مخه نیسي. سپینه ماڼۍ وايي چې دا لایحې د اتومي تړون څخه سرغړونه ده او که کانګرس یې هم تصویب کړي، ولسمشر اوباما به یې ویتو کړي.