د حلب څخه د خلکو د ایستلو بهیر ځنډیدلی دی

نړیواله ټولنه وایي لومړی باید یاغیانو او د هغوی پلویانو ته ته د وتلو لاره ورکړل شي، خو حکومت غواړي لومړی خپل پلویان وباسي.

په سوریه کې نن یوشمېر هغه بسونه وسوځول شول چې د حلب څخه د ملکیانو د ایستلو لپاره ورغلي و.

د سوریې دولتي رسنۍ او د بشري حقونو د څار ډلې وایي چې بسونه د اډلیب ولایت هغو دوو کلیو ته په لاره و چې حکومت یې د اوربند په بدل کې د وسله والو څخه د تخلیه کیدو غوښتنه کوي.

د حلب ښار ډیره برخه د بشارالاسد د ځواکونو په لاس کې ده خو دوه کلي چې اوسیدونکې یې د حکومت پلویان دي، د یاغیانو لخوا محاصره دي.

د سوریې حکومت، نړیواله ټولنه او یاغیان پر دې نه سره جوړیږي چې د حلب څخه لومړی باید څوک ووځي.

د حلب اوسیدونکې له ښاره د وتلو هڅې کوي، خو د ملگرو ملتونو لخوا د خلکو د ایستلو بهیر د جمعې راهیسي ځنډیدلی دی. حکومت غوښتنه کړې وه چې لومړی باید یاغیان د حکومت پلوه کلیو محاصره ختمه کړي.

خو تر اوسه موافقې ته نه دي رسیدلي او یو نیم ځای ټک و ټوک روان دی.

د امنیت شورا نن په دې رایگیري کوي چې د ملگرو ملتونو مفتشینو ته باید اجازه ورکړل شي چې د حلب ښار په شمول ټولې سوریې ته پرته له قید و شرط سفر وکړي او د بشري مرستو د رسولو څارنه وکړي.

د امنیت شورا به د فرانسې لخوا پر وړاندې شوې لایحې بحث او رایگیري کوي.

په دې لایحه کې د منشي بانکي مون څخه غوښتنه شوې ده چې د حلب څخه د خلکو د وتلو د بهیر د څار لپاره په عاجله توگه خیریه کارکوونکې سوریې ته ولیږي.

په لایحې کې په دې ټینگار شوی دی چې د حلب اوسیدونکې باید ازاد وي چې د خپلې خوښې ځای ته ولاړ شي.

څارونکې وایي د شنبې په ورځ شاوخوا څلویښت زره ملکیان او وسله وال د حلب څخه وتلو ته انتظار و، خو خیریه کارکوونکې ور ونه رسیدل.

حلب وژغورئ او د ایران اخوندانو له سوریې لاس واخلی! دا د هغه لاریون کوونکو شعار و چې نن په فرانسه کې د ایران د سفارت مخې ته راټول شوي و.

په جرمني، فرانسه او بریتانیه کې د سوریې د حکومت، ایران او روسیې پر ضد لاریونونه وشول.

خلکو شعارونه ورکول چې د ایران رژیم د سوریې د اوسني وضعیت مسؤل دی. د ایران د مقاومت شورا غړي شاهین گوبادي په لاریون کې وویل چې هغوی په حلب کې د ډله ییزه وژنې د غندلو لپاره راټول شوي دي.

"د سوریې په حلب کې چې څه روان دي، هلته چې کوم جنایت روان دی، اصلي مسؤل یې د ایران حکومت دی، ځکه چې د ایران حکومت د خپل انقلابي گارد سرتیري او د عراق، لبنان، پاکستان او افغانستان څخه یې ملیشه ځواکونه سوریې ته راوستي دي"

د سوریې جگړه چې د بشارلاسد پر ضد د لاریونونو څخه پیل شوې وه او ملگري مبلتونه وایي چې په تیرو شپږو کلونو کې شاوخوا څلور سوه زره کسان وژل شوي دي او څو میلیونه نور کډوال شوي دي.