بشري حقونه، خیریه سازمانونه او حقوق پوهان د بندیانو شکنجه غندي

مظاهره کوونکو د ۲۰۰۷ نومبر په ۵ د "واټربورډ" شکنجه تمثیلوله ـ واشنګټن

د سره صلیب نړیوالې کميټې او د حقوق پوهانو نړیوال کمیسون د نړیوالو بشري حقونو د ډلو سره په ګډه د امریکا د جمهور رئیس ډونالدټرمپ لخوا د شکنجې د بیا اجازې ورکول وغندل.

جمهور رئیس ټرمپ د چهارشنبې (جنوري ۲۵) په ورځ د ای.بي.سي تلویزیون سره په خبرو کې وویل چې فکر کوي د "واټربورډینګ" یا په اوبو باندې د بندیانو شکنجه، د مهمو معلومات ترلاسه کولو په برخه کې ښه نتیجه لري، خو وایي دا خبره د کابینې سره مطرح کوي چې آیا دا ډول کار د تحقیق لپاره ګټور دی که نه.

دیته د واټربورډینګ شکنجه وایي

دوه امریکایي مقاماتو هم د چهارشنبې په ورځ وویل چې ټرمپ به ددی کار د بیا ارزولو امر وکړي اوکیدی شي همدا کار ددی سبب شي چې د مرکزي استخباراتو یا سي. آی.ای هغه پروګرام بیا له سره پیل شي چې د ترهګرۍ په تور په مشکوک کسان به يي د هیواد بهر د"بلک سایټ" با په پټو زندانونو کې د تحقیق لپاره ساتل.

د حقوق پوهانو د نړیوال کمیسون د حقوقي او پالیسي د چارو مدیر عیان سیدرمن د پنجشنبې (جنوري ۲۶) په ورځ په اعلامیه کې وویل چې "د بندیانو دا شکنجې او په تورتمو ځایونو کې د هغوئ ورکیدل یوه جدي جنایت دی چې باید هیڅ کله تکرار نشي." د بخښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو نړیوال سازمان او په بریتانیه کې د "عفوې" په نوم یوې بلې ډلې چې د ګوانتانامو د ګڼ شمیر زندانیانو استازیتوب کوي، په ګډه د شکنجې بیا پیل کیدل غندلي دي.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ویاند ایوان واټسن وایي "د هرډول سیاسي رهبر لپاره چې د شکنجې دفاع وکړي د ډيرې اندیښنې وړخبره ده." واټسن وویل تجربو ښودلې چې شکنجو هیڅکله نتیجه نده ورکړې بلکې یوازې د کرکې او نفرت ډيریدو سبب شوې ده.

جمهور رئیس ټرمپ وایي دا ډول شکنجه په تحقیق کې ګټور تمامیږي

د واشنګټن پوسټ ورځپانې لخوا د خپرو شوو اسنادو له مخې ښکاري چې کیدی شي جمهور رئیس ټرمپ د پخواني جمهور رئیس بارک اوباما هغه فرمانونه فسخه کړي چې یو يي د امریکا په قید کې ټولو زندانیانو ته د نړیوال سره صلیب د کمیټې لاس رسی شامل دی. د ټرمپ حکومت وایي دا اسناد د سپینې ماڼۍ ندي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې مسؤلینو د أفغانستان، عراق او په کیوبا کې د ګوانتانامو په شمول د امریکا په امنیتي زندانونو کې د بندیانو سره لیدنې کړي دي. خو د هغوئ د ارزیابۍ موندنې یوازې د همدې محبسونو د چارواکو او مسؤلینو سره شریک شوي دي.

د همدې کمیټې یوې ویاندې انا نیلسن وایي "مونږ د محبسونو اړوند وضعیت په اړه د امریکايي چارواکو سره اوږدې، سپینې او محرمې خبرې کړي او د وسله وال بحران په اړه مسایل مو ورسره مطرح کړي دي."

انا نیلسن داهم وویل چې په پام کې لري د هغو زندانونو تفتیش ته دوام ورکوي چې د امریکا په اختیار کې دي او د بندیانو د وضعیت، د هغوئ سره د چلند ارزونې په محرمه توګه د مقاماتو سره شریکوي او بحث پرې کوي.

د نړیوال او د امریکا د قانون او د نړیوال منشور لکه د ملګروملتونو د کنوانسیون او د ژنیو د کنوانسیون د معاهدو له مخې، "شکنجه" کول منع دي.

واشنګټن پوست د مقاماتو په حواله لیکلي چې په پام کې ده جمهور رئیس ټرمپ پدې اړه راتلونکو څو ورځو کې فرمان لاسلیک کړي.

دغه فرمان به له ډیرو مهمو اوخطرناکو ترهګرو څخه د تحقیقاتو پروګرام د بیا پیلولو پر ارزولو او دا چې سي آی ای خپل اړوند پټ زندانونه فعال کړي، تمرکز وکړي. په دغه احتمالي فرمان کې د ګوانتانامو زندان ساتلو ته هم اشاره شوې ده چې همداوس پکې یو څلوېښت مشکوک ترهګر زنداني دي.

ځینو حکومتي مامورینو ویلي چې د تحقیقاتو د پالیسۍ پر بیا کتنې او د پټو زندانونو پر خلاصولو په کانګرس، استخباراتي ادارو او د امریکا په پوځ کې پراخ مخالفتونه موجود دي.

د امریکا په کانګرس کې د دیموکرات اقلیت مشرې استازې نانسي پلوسي وویل "فکر کوم چې دا یو قدم په شاتګ دی او زه یواځې دا ډول فکر نه کوم. جمهور رئیس پر سمه لار روان نه دی. دا کار زمونږ د هیواد له ارزښتونو سره موافق نه دی. له ما نه مه پوښتئ له جان مکین او نورو هم پوښتلی شئ".

جمهوري غوښتونکي سناتور جان مکین هم په یوه ټوئيټ کې جمهور رئیس ټرمپ ته په خطاب لیکلي دي چې "جمهور رئیس ټرمپ هر ډول اجرائیوي فرمان چې وغواړي لاسلیکولی شي، خو قانون، قانون دی. موږ بیا له شکنجې کار نه اخلو".د سی آی ای پټو زندانونو د افغانستان په شمول په پولنډ، لیتوانیا، رومانیا او د ټایلنډ په هیوادونو کې موقیعت درلود.