امریکا افغانانو ته د ایس آی وي پروګرام موقتي بند کړی

د ایس آی وي ویزې هغو افغانانو ته ورکول کیږي چې په افغانستان کې یې د امریکا د حکومت په استازیتوب کار کړی وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي په کابل کې د امریکا سفارت یوازې د هغو افغانانو لپاره په کافي اندازه ویزې لري چې کارونه تقریباً په وروستي پړاو کې دي.

سفارت ویلي دي چې د همدې روانې میاشتې د لومړۍ نیټې نه یې د ځانګړو ویزو د اخیستو لپاره د مرکو لپاره د نیټې ورکول بند کړیدي.
د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي ویلي دي چې د مارچ د میاشتې تر پنځمې نیټې پورې د ۱۴۳۷ کسانو لپاره د مهاجرت ځانګړې ویزې موجودې وې او دا چې د پنځلس زرو نه زیات داسې کسان شته دي چې غوښتنلیکونه یې په مختلفو پړاونو کې دي.

په کابل کې د امریکا سفارت وایي چې هغوي ښایي د جون د میاشتې د لومړې نیټې پورې ټولې ویزې خلکو ته ورکړې وي او هغوي چې کارونه یې روان دي، د مرکو لپاره به ونه غوښتل شي.
د بهرنیو چارو د وزارت دې چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې د ایس آی وي د ویزو لپاره مرکې به هغه وخت بیرته پیل شي چې د کانګریس لخوا د نورو ویزو برخه منظوره شي. دا ویزې د بهرنیو چارو د وزارت په غوښتنې هر کال د کانګریس لخوا منظوریږي.

کانګریس د ۲۰۱۷ کال د پاره یوازې ۱۷ سوه ویزې منظورې کړې وې.

سره لدې چې امریکایي چارواکي وایي ټینګه ژمنه کوي چې د هغو افغانانو ملاتړ به کوي چې د امریکا د حکومت سره یې کار کړی خو هغو ډلو بیا د کانګریس دا اقدام غندلی چې په امریکا کې د افغان مهاجرینو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

د امریکا کانګریس د ځانګړو ویزو پروګرام په ۲۰۰۸ کال کې یوازې د هغو افغانانو لپاره پیل کړ چې د امریکایي ځواکونو سره د ژباړونکي په حیث کار کړی و خو وروسته یې بیا ټول هغه کسان پکې ورګډ کړل چې لږ تر لږه " یو کال یې د امریکا د حکومت په استازیتوب ارزښتناک او باوري خدمت کړی وي."