هر کال افغانستان ته تر زرو پورې تحصیلي بورسونه ورکول کیږي

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له نسکورېدو را وروسته نړیوالې ټولنې نه یوازې له افغانستان سره په نظامي، اقتصادي او نورو پرمختیايي برخو کې مرستې وکړې، بلکې ددې ترڅنګ د سیمې او د نړۍ مرستندویه نورو هیوادونو افغان زده کوونکو ته د لوړو زده کړو د زمینې د برابرولو لپاره په زرګونو سکالرشيپونه او بورسونه هم ورکړل چې یو شمېر له دغو سکالرشيپونو انجونو ته ځانګړي شوي وو.

خو د لوړو زده کړو په برخه کې د بهرنیو هیوادونود دغو اسانتیاوو سره سره افغان نجونې چې په بهرنیو ملکونو کې درس ته لیواله وې له ستونزو سره مخ کیږي.
د افغانستان په دودیزه ټولنه کې لږ شمیر کورنۍ دې ته چمتو وي چې خپلې لورګانې زدکړو ته بهر ولیږي.

یوه افغانه محصله زرمینه په دې اړه وایي"که زمینه مساعده شي ډیر به ښه وي اول باید په خپل هیواد کې دوې ته د درس زمینه برابره شي او که چیرته بهر ورته د زدکړو لپاره زمینه برابره کړي دا به ډیر ښه شي".

هر کال افغانستان ته زر بورسونه راځي چې له دې شمیرې څخه دیرش فیصده یې نجونو ته ورکول کیږي.

یوه بله محصله ګلناز وایي چې په بهر کې نجونو ته د زدکړو برابریدل کولای شي د میرمنو په ظرفیت جوړونې کې رول ولري.هغه وايي"موږ په داسې یوه ټولنه کې اوسیږو چې بیلابیل رواجونه پرې حاکم دي چې ځینې محدودیتونه یې منځ ته راوستي چې د تحصیلي بورسیو له لارېبهر ته د ځینو نجونو مخه یې نیولې ده."

خو ویل کیږي چې د تحصیلي بورسیو د ویش توازن برابر ندی، ځینې محصلین په دې باور دي چې د کابل په ګډون په څو سترو ولایتونو کې نجونو کولای شي په تحصیلي بورسیو کې ونډه واخلي خو په لیرو پرتو ولایاتو کې بیا دا خبره ستونزمنه ده.
بهار یوه بله افغانه محصله په دې اړه وایي"که په کابل یا هرات کې دا بورسیې برابرې شوي دي خو متاسفانه په نورو ولایاتو کې موږ ددې شاهدان یو چې میرمنو ته د لسانس او ماستري په کچه تحصیلي بورسیې نه دي برابرې شوي".

خو د لوړو زدکړو وزارت چارواکي وایي چې نجونو ته د تحصیلي بورسیو په برخه کې دوې ډیرې اسانتیاوې په برخه کې نیولي دي او د بورسونو سهمیه هم د هر ولایت د نفوس په اساس ویشل کیږي.

لږ شمیر کورنۍ دې ته چمتو وي چې خپلې لوڼې زدکړو ته بهر ولیږي

د دغه وزارت د محصلانو د چارو معین بري صدیقي امریکا غږ ته وویل"که پنځه سوه بورسونه وي ډیره فیصدي کابل او ورپسې ستر ولایتونه لکه هرات او کندهار اخلي او بیا ورپسې نور واړه ولایتونه اصل دادی چې په کانکور کې د لوړو نمرو په اخیستلو سره هر ولایت کې بورسیې تقیسمیږي که پنځوس بورسیې هم وي موږ یې په ولایاتو کې ویشو".


د لوړو زدکړو وزارت د چارواکو پر وینا هر کال افغانستان ته زر بورسونه راځي چې له دې شمیرې څخه دیرش فیصده یې نجونو ته ورکول کیږي.