په ننګرهار کې ۳۲۵ کیلو نشه یي توکي نیول شوي

د ننګرهار په شپږمه ناحیه کې یو قاچاقبر نیول شوی ده

د ننګرهار پولیسو نن د جلال اباد ښار په یوه ناحیه کې ۳۲۵ کیلوګرامه مختلف ډوله نشه يي توکي نیولي دي.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند سمونوال حضرت حسین مشرقیوال آشنا راډیو ته وویل چې ددې ولایت پولیسو نن سهار دا نشه يي توکي د حلقوي سړک ته څېرمه په شپږمه ناحیه کې نیولي دي.

هغه زیاته کړه په یادو نشه یي موادو کې ۳۰۸ کیلوګرامه چرس او ۱۷ کیلوګرامه تریاک شامل دي چې د یوتن قاچاقبر سره نیول شوي.

دامنیې قومندانۍ ویاند وایي چې نوموړي قاچاقبر غوښتل دا مواد له خوګیاڼو ولسوالۍ څخه د غني خېلو ولسوالۍ اړوند مارکو بازار ته ولېږدوي.

مشرقیوال وویل:

"‪یو قاچاقبر دی چې غوښتل یې یو عراده موټر کې دا مواد له خوګیاڼو نه غني خېلو مارکو بازار ته انتقال کړي او هلته په فابریکو کې ترې ګټه پورته کړي چې زمونږ زړورو پولیسو د ښار په اړوند شپږمې ناحیې حلقوي سرک کې د قاچاقبر سره یو ځاې نیول شوي دي‪".

پولیسو په ننګرهار کې یو قاچاقبر د نشه يي توکو سره نیولی.

مشرقیوال وایي د یادو مخدره موادو وړونکی پولیسو سره تر پوښتنو لاندې دی.

تر دې دوه ورځې وړاندې هم د ننګرهار امنیې قومندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د ښار اړونده سیمو کې ۱۲۰ کیلو ګرامه تریاک نیولي وو.

په تېره یوه میاشت کې د ننګرهار پولیس پر دې توانېدلي چې تر شپږ سوو کیلوګرامه ډېر نشه یي توکي ونیسي.