په دور بابا کې قومي جرګې د نشه يي توکو کاروبار بند کړی

دور بابا کې قومي مشران د نشه یي توکو د کرکیلې په ضد راټول شوي دي

د ننګرهار په امنه ولسوالۍ دور بابا کې یوې قومي جرګې پرېکړه کړې ده، چې د کوکنار کر او د نشه يي توکو کاروبار ته به په هيڅ ډول اجازه نه ورکوي او که چا دا قومي پرېکړه و نه منله نو کور به یې سوځول کیږي او یا به دوه سوه زره افغانۍ نغدي جریمه کیږي.

د دور بابا ولسوال همیشه ګل مسلم له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې دا پرېکړه یې ددې ولسوالۍ له قومي مشرانو سره په ګډه کړې ده او په غوڅ ډول به د مخدره موادو د کاروبار مخه نیسي.

د دور بابا ولسوال همیشه ګل مسلم وویل: "که چا په دور بابا کې مخدره مواد وکرل یا استعمال کړل او یا یې قاچاق وکړ نو دوه سوه زره افغانۍ به د قومونو له لوري نقدي جریمه شي او کور به یې د قومونو له خوا وسوځول شي، د ولایت په حکم موږ هغه کسان نیسو چې دوربابا کې مخدره مواد کاروي."

ددې ولسوالۍ قومي مشران دا ډول وایي چې په سرحدي سیمو کې یې د مخدره موادو قاچاقبرو تګ راتګ هم بند کړی.

د دې ولسوالۍ قومي مشر اصحاب ولي مسلم وایي چې قاچاقبر وروسته له دې په دور بابا کې فعالیت نه شي کولی.

هغه وویل "د دور بابا په سرحدي سیمو کې څوک وروسته له دې د مخدره موادو انتقال نه شي کولی، قومونه یې مخه نیسي"

ددې ولسوالۍ په ګاونډ کې کوکنار په پرېمانه کچه کرل کیږي او حتی د مخدره موادو د پروسس فعالې فابریکې په کې موجودې دي.

دوربابا د ننګرهار تر ټولو امن ولسوالي ده چې له شاوخوا پینځلسو کالو راهیسې په کې د دولت د مخالفو وسله والو پر فعالیتونو هم قومي بندیزلګیدلی دی.

د دور بابا په ولسوالی کې قومي مشران د مخدره توکو په شان ډېری ستونزې د قومي پریکړو له لارې حل کوي


پدې ولسوالۍ کې قومي پرېکړه او تړې بریالۍ بلل کیږي.

په دور بابا ولسوالۍ کې د شینوارو قوم هستوګن دی، ددې ولسوالۍ د امنیت او په کې د وسله والو مخالفینو او مخدره موادو د نه موجودیت لامل هم قومي تړي دي.

د دوربابا ولسوالۍ قومونه اکثره مهال خپلې ستونزې د قومي پرېکړو له مخې له منځه وړي چې دا پرېکړې ددوی تر منځ د یوه کلیوال قانون بڼه لري.

دور بابا له جلال آباد ښاره آویا کیلومتره لرې د ډیورند پر کرښه پرته ولسوالي ده چې د لارې د لرېوالي له امله دولتي ادارې ورته چندانې پام نه لري او همدا لامل دی چې اوسیدونکي یې د دولت او موسساتو له لوري له هیڅ ډول امتیازاتو برخمن نه دي.