پاکستان او افغانستان د نورو ملکونو د تاثیر لاندې خپلې پالیسۍ جوړوي

میا افتخار حسین

د پاکستان د پوځ په قبایلي سیمې کې د عملیاتو نه وروسته د پاکستان او افغانستان دواړو ملکونو مشرانو په یو بل تورونو ته ادامه ورکړیده. د دواړو ملکونو په اړیکو کې د تیرو څو کلونو نه هیڅ ډول ښه والی نه لیدل کیږي.

د خیبر پښتونخوا د عوامي نیشنل گوند مشر میا افتخار حسین وایي چې تر څو پاکستان د افغانستان سره د ورورولۍ تعلق ونلرې، په پاکستان کې امن نشې راتلی.

ښاغلی حسین زیاتوي چې دواړه ملکونه د قدرتمندو هیوادونو سره دوستي لري خو د هغو قدرتمندو ملکونو سره د دوستۍ لپاره خپل ملک ندې تباه کول پکار .

هغه وایي "افغانستان او پاکستان دواړه چې د هر چا سره دوستي کول غواړي نو کوي دي خو د هغه قدرتمندو ملکونو د مفادو لپاره دی د یو بل سره اړیکې نه خرابوي."

د میا افتخار سره د امریکاغږ د همکارې نزرانې یوسفزۍ مرکه دلته واورئ

Your browser doesn’t support HTML5

د میا افتخار حسین سره مرکه