د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني د پاکستان نوي صدراعظم ته ټیلفون کړی


دپاکستان د صدراعظم دفتر د دوشنبې په ورځ (اگست ٧) یوه اعلامیه خپره کړېده چې وایي د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پاکستان نوې صدراعظم شاهد خاقان عباسي ته ټیلفون کړیدي او هغه ته یې مبارکې ورکړیده.

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسې د افغانستان د ولسمشر اشرف غنې نه مننه کړیده او د ټرورزم په ضد یې د دغه هیواد اقدامات ستایلي دي.

د پاکستان حکومت په دغې اعلامیې کې لیکل شویدي چې پاکستان او افغانستان دواړه د ترهگرۍ ښکار شوې دي او باید دواړه د ترهگرۍ سره د مبارزې لپاره همکارۍ ته دوام ورکړي.

د یادنې وړ ده چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز هم ویلي دي چې په سیمې کې د ټرورزم د مخنېوي لپاره دیته ضرورت دی چې دواړه ملکونه د یو بل سره همکاري وکړي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په داسې وخت کې د پاکستان صدراعظم ته ټلیفون کړیدی چې د ټرورزم په مسله د دواړو هیودانو ترمنځ اړیکې خرابې دی.

تیره اونۍ په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخیلوال هم د پاکستان د پوځ د لوی درستیز سره ملاقات کړیدی.

زاخلیوال په خپل ټویټر کې د دغه ملاقات په هکله ولیکل.

زاخیلوال لیکې چې نن ما د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال باجوه سره ولیدل او د هغه سره مې په مختلفو مسلو خبرې وکړې چې پکې د دواړو خواو ترمنځ د تشنج د حلولو لپاره په لارو چارو خبرې وشي.

د پاکستان نوی صدراعظم په داسې حال کې په کار پیلوي چې په سیمه کې د ترهگرۍ د چیلنج برسیره ورته د خپل ملک دننه سخت سیاسي اختلافونه موجود دي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG