د کندز خلک د ښاريانو پرله پسې وژنو انديښمن کړي

دکندز پوليس اوس تعرضي حالت کې دي

د کندوز خلک په دغه ښار کې د څو پرله پسې وژنو له امله اندیښمن شوي دي، دوي وايي چې د ښار په منځ کې سوداګر او ځینې خلک وژل کیږي او ښار یو ځل بیا ناامنه شوی دی.

درې میاشتې وړاندې څه موده په پرله پسې توګه په ښار کې ځینې کسان په نښه کیدل او وژل کیدل چې په دغو وژنو کې تقریبا تر ۱۲ تنو پورې وژل شوي وو.

د کندوز د امنیې قوماندان عبدالحمید حمیدي وايي چې دوي د تیرو څو قتلونو په تور تورن کسان نیولي دي، او خلکو ته ډاډ ورکوي چې د ښار امنیت ډاډمن دی.

” خلک باید ډاډمن اوسې او تشویش ونه کړي، وژونکي او تورن کسان نیول شوي د وژنو لاملونه او علتونه څرګند شوي دي او د قتلونو مخه نیول شوې ده. “

تیره ورځ د کندوز په چهاردره کې د افغان ځواکونو له خوا عملیات پیل شول چې په نتیجه کې د وسله والو مخالفینو ځینې وسله وال کسان وژل شوي دي.

ښاغلي حميدي دا هم وويل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له دفاعي حالت څخه په تعرضي حالت کې دي او هر چیرته چې د وسله والو مخالفینو مرکزونه وي دوي پرې بریدونهکوي

”په کندوز کې افغان ځواکونه له دفاعي حالت څخه راوتلي او تعرضي حالت یې غوره کړی دی، په هره سیمه کې چې مخالفین مرکزونه لري او راټولیږي د هوا او ځمکې له لارې به وځپل شي. “

د کندوز خلک نیوکه کوي چې افغان ځواکونه په ورځو ورځو په مختلفو سیمو کې وسله وال مخالفین وځپي سیمه ونیسي خو بیرته یې خوشې کړي او طالبان بیرته پخوانیو ځایونو ته ورسیږي.

خو پولیس وايي چې دوي ته د سیمې ساتل ګران دي نو ځکه غواړي چې د کندوز په مختلفو سیمو کې مخالفینو باندې عملیات وکړي هغه کمزوري کړي او وروسته په سیمه کې امنیتي پوستې جوړې کړي.