ارويايي او افریقایي مشرانو د مهاجرینو په اړه نوې پریکړه وکړه

هرکال اروپا ته په لاره په زرګونه مهاجرین په سمندر کې د ډوبیدو نه ژغورل کیږي.

پدې موافقې سره رهبرانو کوښښ کړی چې د مدیترانې سمندر له لارې د مهاجرینو د مرګونو سفرونو مخه ونیسي. د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل مکرون د دوشنبې (اګست ۲۸) په ورځ په پاریس کې له غیرقانوني مهاجرتونو سره د مبارزې په خاطر غوڼډې کې د اروپا او افریقايي مشرانو تازه موافقه ډیره اغیزناکه وبلله.

مکرون وویل " حقیقت دادی چې د قاچاقبرانو داسی مشخصې ډلې دي چې د وسلو، انسانانو او مخدره موادو قاچاق کوي او د ترهګرو ډلو سره رابطه هم لري او د افریقا یوه دښته يي په هدیرې بدله کړې ده او د مدیترانې بحیره يي هم په ګورستان بدله کړې ده، دوئ ټول هماغه خلک دي چې یو وخت يي د ترهګرۍ سره ژورې اړیکې لرلې."

د مهاجرت د چارو نړیوال سازمان وایي سږکال (۲۰۱۷) کې اروپا ته د سمندر له لارې شاوخوا ۱۲۱ زره خلک رسیدلي دي چې اکثریت يي په ایټالیا کې دي. او د ۲۴۰۰ نه زیات يي یا مړه شوي دي او یا د سمندر نه د تیریدو په وخت کې ورک دي.

د لیبیا نه اروپا ته تلونکي مهاجرین

د دوشنبې د ورځې په پریکړه لیک کې ویل شوي چې د افریقا په چاټ او نایجر هیوادونو کې باید د مهاجرینو د بیا ځای پرځای کیدو بهیر پیل شي. ددی اقدام نه هدف دادی چې قاچاقبران دغو خلکو ته لاس رسی پیدا نکړي چې له دښتې يي راغوڼډوي او وروسته يي په وړو کشتۍ ګانو کې اروپا ته لیږي.

د ملګروملتونو د مهاجرینو د چارو رئیس فیلیپو ګراندی ددی پلان هرکلی وکړ خو وایي دا ډول اقدامات یوازی د راتلونکو کډوالو شمیر کمولې شي خو اصلي ستونزه پدې نه حل کیږي.

ګراندی وایي "سم پلان باید داسی اوسي چې په جګړه ځپلو هیوادونو کې د نا امنۍ ختمولو لپاره کوټلي ګامونه اوچت شي او په یادو سیمو کې ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره کار وشي."

د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل وویل په اروپا کې د مهاجرینو لپاره راتلونکې تضمینول یوازی په هغه صورت کې کیږي چې د حقیقي مهاجرینو او د هغو کسانو ترمنځ په دقیقه توګه توپیر وشي چې د نورو دلایلو لپاره خپل هیواد پریږدي. صدراعظمه میرکل وایي هغه کسان چې د اقتصادي مسایلو لپاره اروپا ته باید بیرته خپل هیواد ته ستون کړل شي.

د افریقا نه اروپا ته تلونکي په زرګونو مهاجرین په سمندر کې لادرکه شوي دي

د مهاجرت د نړیوال سازمان احصایه ښيې د سمندر له لارې ایټالیا ته په رسیدلو کډوالو کې اکثریت يي د نایجریا، بنګله دیش، ګیني، آیوري کاست، او مالي هیوادونو نه دي.

د ایټالیا صدراعظم پاؤلو جنتیلاني د دوشنبې (اګست ۲۸) وویل چې پدې برخه کې پرمختګونه شوي دي، خو د ثابتو نتایجو لپاره باید ټوله اروپا متعهده اوسي.