پر سان سو چي باندې د نوبل جایزې گټونکو انتقاد

ارشیف: آنگ سان سو چي هم د نوبل جایزه گِلې ده

د نوبل جایزې څه دپاسه ٢٠ گټونکو د برما پر ځواکمنې څیرې آنگ سان سو چي باندې په هغه هیواد کې د روهنگیایي مسلمانانو د وژونکې ځپنې په وجه انتقاد کړی دی.

د نوبل جایزې دغو گټونکو خبرداری ورکړی دی چې د روهنگیایي مسلمانانو ځپنه قومي تصفیه او د بشر ضد جنایت دی.

د نوبل جایزې دغو گټونکو چې شمیر یې ٢٣ تنه دی، په یو سرخلاصي لیک کې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته خبرداری ورکړی چې د برما د پوځیانو یرغلگره بریدونه د ښځو او ماشومانو په گډون د سلگونو روهنگیایي اقلیت د وژنې سبب شوی دی.

په لیک کې راغلي چې د روهنگیایي اقلیتونو کورونه سوزول شوي، پر ښځو جنسي تیري شوي او ملکي وگړي په غیر قانوني توگه نیول شوي دي.

لیک وایي د بنگله دیش حکومت اعلان کړی چې د روهنگیایي مسلمان اقلیت شاوخوا ۵۰۰۰۰ کسان د تاوتریخوالي له وجې دې هیواد ته ورغلي دي.

د نوبل د جایزې ځوانه گټونکې ملاله یوسفزی، ویلي چې روهنگیایان بشري مرستو ته لاس رسی نه لري او د بشري کړکیچ سره مخامخ دي.

په لیک کې ویل شوي چې یو شمیر نړیوالو کارپوهانو خبرداری ورکړی دی چې په برما کې روهتگیایي اقلیت د نسل وژنې له احتمال سره مخامخ دی. لیک زیاتوي چې که جدي اقدامات ونه شي دغه قبیله ښایي په مرمیو ونه وژل شي، خو د لوږې له وجې به تباه شي.

د برما یا میانمار حکومت چې اکثریت مقامات یې بودایي مذهبه دي ادعا کوي چې د دوی دغه چلند د سخت دریځو روهینگیایانو د څو بریدونو په ځواب کې شوی چې د هغې په نتیجه کې پولیس وژل شوي دي. خو ددې لیک لاس لیک کوونکو ویلي دي چې د برما د پوځیانو ځواب "په جدي توگه نا انډوله" دی.

شاوخوا یو میلیون روهینگیایي مسلمان اقلیت د څو نسلونو راهیسې په برما کې ژوند کوي. خو د هغوی په وړاندې اوس هم د غیر قانوني مهاجرینو په توگه چلند کیږي او دغه اقلیتونه د هغه هیواد له تابیعت نه محروم دي.