د بن لادن زوي د پلویانو نه غوښتي چې بغاوت وکړي

حمزه بن لادن

د اسامه بن لادن زوي حمزه بن لادن په خپلو پلویانو غوښتي چې د "امریکا د جاسوسانو" په ضد دې راپورته شي او خلک دې راوپاوري چې د "انقلاب" لپاره تیار شي.

حمزه بن لادن د مسلمانانو نه دا هم وغوښتل چې د امریکا نه دې د هغه د پلار د قتل بدل واخلي.

د حمزه بن لادن دغه وینا د الصحاب مطبوعاتي ادارې د سه شنبې په ورځ خپره کړیده.

داسې ویل کیږي چې د اسامه بن لادن زوی ٢٨ کلن دی.

حمزه وویل چې هغه د دیموکراسۍ ضد دی ، هغه د دیموکراسۍ په هکله وویل چې " ازادي د یو څو رایو صندوق ته د اچولو په بدل کې نه ترلاسه کیږي".

د حمزه دغه وینا په داسې وخت کې خپره شویده چې د امریکا استخباراتي اداری سي آی اې د پاکستان د ایبټ اباد په ښار کې د اسامه بن لادن د وژلو په هکله اسناد خپاره کړل. په دغو کې د حمزه د واده ویډیو هم خپره شویده.