پر شمالي کوریا فشارونه؛ ولسمشر ټرمپ چین ته ورسېد

آسیايي هېوادونو ته د خپل دولس ورځني سفر په لړ کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ [نوامبر ۸] د چین مرکز بیجینګ ته ورسېد.

چین ته تر رسېدو وروسته، ولسمشر ټرمپ له خپل چینايي سیال شي جن پنګ سره په بیجیګ کې لهمتروکې یا "فاربېډن" نومې لرغونې سیمې څخه لیدنه وکړه. وروسته، ولسمشر ټرمپ او میرمنې یې میلانیا ټرمپ د خپلو کوربنو په ملتیا د چینایانو د دودیزې نڅا ننداره وکړه.

چین ته د ولسمشر ټرمپ د سفر دوه مهمې اجنډاګانې دي. لومړی یې پر شمالي کوریا د فشارونو زیاتول دي او دویم بحث د امریکا او چین ترمنځ اقتصادي اړیکې دي.

پر شمالي کوریا د فشار د راوړلو په خاطر ولسمشر ټرمپ به له چینايي مقاماتو وغواړي چې له خپل نفو‌ذ څخه په استفادې شمالي کوریا مجبوره کړې چې خپل اټومي پروګرام ختم کړي.

دغه راز، د امریکا د سوداګرۍ وزیر ویلبر راس ويلي دي چې ولسمشر ټرمپ به د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د نا برابرو سوداګریزو راکړو ورکړو په اړه له چینایانو سره مفصلې خبرې وکړې.

نن په بیجینګ کې امریکايي او چینايي چارواکو د ۹ میلیاردو ډالرو په ارزښت یو اقتصادي تړون لاسلیک کړ.

په هغو احصائیو کې چې تازه خپاره شوي دي ښکاري چې امریکا ته د چین صادرات ۸،۳٪ او واردات یې ۴،۳٪ لوړ شوي دي.

"مهلکه محاسبه"

د امریکا ولسمشر چین ته تر روانېدو مخکې په جنوبي کوریا کې د بیجینګ نږدي ملګري، پیونګ یانګ ته خبرداری ورکړ چې نشی کولی واشنګټن په اټومي وسلو تهدید کړي.

ولسمشر ټرمپ د جنوبي کوریا پارلمان ته په وینا کې وویل: " رژیم ] شمالي کوریا[ د امریکا پخوانی زغم د بې وسۍ په مانا تعبیر کړی دی. دا به یوه مهلکه محاسبه وي."

ټرمپ د روسیې او چین په شمول له ټولو هېوادونو څخه وغوښتل چې پر شمالي کوریا لګیدلي بندیزونه په بشپړه توګه تطبیق کړي، له هغه هېواد سره اړیکې سړې وساتي او ټولې سوداګریزې راکړې ورکړې ورسره ختمې کړي.