افغانستان د کرکټ د یو بل جام گټلو په لور روان دی

د افغانستان کرکټ د ځوانانو ټیم څو ورځې وړاندې په ملیزیا کې پاکستان ته په ماتې ورکولو د اسیا د ځوانانو کرکټ جام وگاټه. اوس د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د لوبغاړو نوبت دی چې یو بل جام هم هیواد ته یوسي. دا جام به کرکټ لویو وچو د اتو ټیمونو ترمنځ روانو دوه نیم کلنو سیالیو لړۍ یا انټرکانټینینټل جام وي.

افغانستان دا وخت د دې جام دپاره ترسره شوو شپږو لوبو کې مقابل ټیمونو نه مخکې روان دی او جدول کې اول مقام لري او چې د متحده عربي اماراتو نه دا وروستۍ سیالي هم وگاټي نو د دویم ځل به د انټرکانټینینټل جام وگټي.

راشد خان د عربي اماراتو درې مهم لوبغاړي وسوزول

افغانستان د کوربه ټیم متحده عربي اماراتو سره خپل لومړي نوبت یا اننگز کې په نهو لوبغاړو ٥١٠ منډې وکړې او نوبت ېې عربي اماراتو ته وسپاره. د افغانستان له لوري کپتان اصغر ستانکزي، رحمت شاه زرمتي او احسان الله جنت سلیزې وکړې. افسر ځاځي د پنځوسو نه زیاتې منډې او راشد خان څلویښت منډې وکړې.

د متحده عربي اماراتو ټیم د ٥١٠ منډو په تعقیب کې د راشد خان د غوره توپ وهنې له کبله د لوبې د دویمې ورځې پای کې ٥ لوبغاړي بایلل او ایله ١٠٠ منډې ېې وکړې. راشد خان درې مقابل لوبغاړی وسوزول. دولت ځدران او یامین احمدزي یوه یوه وکټ واخیسته.

د لوبې د دوېمې ورځې له پایه دا اټکل کیږي چې عربي اماراتو باقي لوبغاړو ته به سخته وي چې باقي ۴١٠ منډې هم وکړي او که داسې ونشول نو افغانستان د دې سیالیو قهرمان اعلانیږي.