فلیپ سیمنز د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم نوی رزونکی ټاکل شوی

Phil Simmons

د ویسټ انډیز پخوانی لوبغاړی فېل سیمنز د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د روزونکي په توگه گمارل شویدی.د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې فېل سیمینز به نوي کال کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د نړیوالو سیالیو او ټیسټ د لومړۍ لوبې دپاره روزي.
فیلیپ سیمینز ۲۶ ټیسټ سیالۍ او ۱۴۳ نړیوالې یو ورځینۍ سیالۍ او ۲۰۷فرسټ کلاس سیالۍ ترسره کړې دي

فیل سیمنیز دې نه مخکې هم د لږ وخت دپاره د روزنه په برخه کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم سره ملگری و.

فیل سیمیز دې نه مخکې تر کال ٢٠٠٢ پورې د ویسټ انډیز د ملي ټیم غړی و او ورپسې د ویسټ انډیز، زمبابوې او ایر لینډ سره د روزونکي په توگه ېې هم کار کړی.

نوموړي د خدمت په موده کې د ویسټ انډیز ملي لوبډلې نړیوال جام وګاټه.

افغانستان په نوي کال ٢٠١٨ کې د زمبابوې سره اته لوبې لري. دې برسیره به د کال ٢٠١٩ دپاره د غوراوي سیالۍ هم کوي او ټاکل شویده چې کرکټ د بشپړ غړیتوب اخیستو نه پس به د هند سره لومړۍ ټیسټ لوبه هم کوي: