د لوګر د څرخ او خروار ولسواليو ملکي ادارې غيرفعالې دي

د لوگر څرخ ولسوالۍ یوه اوسیدونکي د نوم نه خپرېدو په شرط ویلي چې څرخ ولسوالۍ کې دولتي ادارې غير فعالې او خلک يې له خدماتو بې برخې دي. هغه زياتوي چې اوسېدونکي يې ټولې رسمي چارې په مرکز پل علم ترسره کوي.

هغه وويل: ”د څرخ ولسوال په ولسوالۍ کې نشته، هلته د امنيت لپاره د امنيتي ځواکونو يوه قطعه پرته ده، سړکونه يو ساعت خلاص وي او يو ساعت بند وي. هيڅوک ولسوالۍ ته نشي تللی‟.

د لوګر څرخ او خروار ولسوالۍ د دغه ولايت له ناامنه ولسواليو ګڼل کېږي. له دې کبله چې نسبت نورو سيمو ته دغلته وسله وال طالبان ډېر فعال دي، دولتي ادارې يې غيرفعالې او خلک يې له خدماتو بې برخې دي.

د لوګر د ولايتي شورا مرستيال ډاکټر عبدالولي وکيل هم ومنله، چې ولایتي اداره نه ده بريالۍ شوې، چې په څرخ او خروار ولسوالیو کې د خلکو لپاره په خپل وخت او په سم ډول خدمات وړاندې کړي.

سره له دې چې لوګر پلازمېنې کابل ته ډېر نږدې پروت دی، هغسې توجه نه ده ورته شوې

د وسله والو طالبانو لخوا د څرخ او خروار ولسواليو پر حکومتي ځايونو او وسايطو بريدونو او د افغان امنيتي ځواکونو له لوري د طالبانو پرضد نظامي عملياتو په دغو ولسواليو کې وضعيت ناارامه کړی دی.

مګر د لوګر امنيې قوماندان لوی پاسوال عصمت الله عليزی وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال په څرخ او خروار ولسواليو کې امنيت ښه دی او د يو شمېر لويو بريدونو مخه يې نيولې ده.

په ورته وخت کې د لوګر د والي وياند سليم خان صالح نه مني، چې ګني د څرخ او خروار ولسواليو ټولې دولتې ادارې غيرفعالې دي، خو زياتوي چې ځينې ادارې د خلکو په غوښتنه په مرکز پل علم کې فعاليت کوی.

صالح زياته کړه: ”اوسمهال د څرخ ولسوال هم په ولسوالۍ کې دی او د خروار ولسوال هم هتله تلونکی دی. يواځې د تذکرو ادارې پل عمل ته انتقال شوي دي، خلکو ويلي چې په مرکز کې د تذکرو اخيستل اسانه دي‟.

په ټوليز ډول بله اندېښنه دا ده، سره له دې چې لوګر پلازمېنې کابل ته ډېر نږدې پروت دی، د امنيت له پلوه هغسې توجه نه ده ورته شوې، څومره چې لازمه بلل کېږي.