یو این ایچ سي آر:افغان مهاجرینو په اړه د پاکستان فيصله غير قانوني ده

  • نوشابه آشنا

پاکستان ۱.۴ میلیون افغان کډوالو ته پدغه هیواد کې د پاتي کیدلو یوه میاشت وخت ورکړی.د پاکستان کابینې د چهارشنبې په ورځ وویل چې د افغان کډوالو د بیرته ستنولو موضوع به د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې (یو ان اچ سي آر)‌ او له نړیوالې ټولنې سره مطرح کړي.

د پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې (یو ان اچ سي آر)‌ وياند امريکا غږ اشنا ته وويل:کومه موده چې د پاکستان حکومت د افغان مهاجرو د ايستلو لپاره ټاکلې دوی ته هم د انديښنې وړخبره ده.

ښاغلي افريدي دا هم وويل چې د کډوالو د ادارې (یو ان اچ سي آر)‌ تل په دی ټينگار کړې چې افغان مهاجر بايد په زور له دی هيواده ونه ايستل شي.

قيصرافريدي د پاکستان دا اعلان چې افغان مهاجردی يوه مياشت کې دننه بيرته خپل هيواد ته ستانه شي د نړيوالو قوانينو خلاف عمل گڼي.

بلخوا پیښور کې د افغان مهاجرینو د چارو د دفتر مسول ښاغلي عبدالحمید جلیلي د پنجشنبې په ورځ ویلي چې دوي ته تر اوسه په رسمي توگه د پاکستان لخوا په رسمي توگه څه نه دي ویل شوي.

امريکا غږ سره پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې (یو ان اچ سي آر)‌ وياند قيصر افريدي بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې (یو ان اچ سي آر)‌ وياند قيصر افريدي مرکه