اسرائیل وایي په فلسطیني مهاجرو باید مرستې بندې شي

یو فلسطینی د ملګروملتونو د مرستې ترلاسه کولو په وخت

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پر فلسطیني مهاجرو د ملگرو ملتونو د مرستو د بندیدو غږ کړی. ښاغلی نتنیاهو ادعا کوي چې دغه مرستې د فلسطینانو ستونزې نور هم پراخوي.

د صدراعظم نتنیاهو څرگندونې د یکشنبې په ورځ د کابیبنې په غونډه په داسې کې مطرح شوې چې څو ورځې وړاندې د امریکا جمهور رئیس دونالد ترمپ گواښ وکړ چې اسراییلو د پلازمینې په توگه د بیت المقدس د اعلان په اړه د فلسطینانو د غوسې ډک غبرگون له امله پر فلسطینانیو به د امریکا مرستې بندې کړې.

جمهور رئیس ټرمپ ویلي د امریکا سفارت به له تل ابیب نه بیت المقدس ته انتقال کړي

د امریکا جمهور رئیس تیره میاشت اعلان وکړ چې د امریکا سفارت به له تل ابیب نه بیت المقدس ته انتقال کړي. قهرجنو فلسطیني مشرانو وویل چې له دې وروسته د اسراییلو سره په خبرو اترو کې د امریکا منځگړتوب نه مني. خو جمهور رئیس ډانلدټرمپ گواښ وکړ چې د فلسطینیانو لپاره به د امریکا مرستې چې په کال کې ۳۰۰$ میلیونه ډالرو ته رسیږي او د ملگرو ملتونو په چوکاټ کې ورکول کیږي، بندې کړي. ددی اقدام په وړاندې یو شمیر فلسطینیان وایي امریکا د فلسطینانو په گواښلو عادت ده او فلسطینیان د هغوئ په وړاندې په مقاومت او مبارزه عادت دي. ځینو فلسطینیانو چې د یکشنبې (جنوري ۷) رسنیو سره خبرې کړي وایي که فلسطینیان د اسراییل او امریکایانو تر زورزیاتي او فشار لاندې ژوند وکړي هیڅ کله به یو هیواد ونلري.

د اسرایل صدراعظم د یکشنبې په ورځ تر جمهور رئیس ټرمپ هم یو گام مخ ته لاړ او وې ویل چې د فلسطینانو لپاره د ملگرو ملتونو اداره چې په ۱۹۴۹ کال کې د فلسطیني کډوالو لپاره جوړه شوې باید له لغوه شي. صدراعظم بنیامن نتنیاهو وویل د فلسطیني کډوالو لپاره د ملگروملتونو د ادارې په اړه د جمهور رئیس ترمپ سره پوره همغږه دی او یاده اداره یو داسې سازمان دی چې د فلسطیني کډوالو ستونزه نوره هم پراخوي او د فلسطیني کډوالو د بیرته راستنیدلو د مشروعیت داعیې ته قوت ورکوي، چې هدف یې د اسرائیلو له منځه وړل دي. د صدراعظم نتنیاهو په وینا د ملګروملتونو راوا باید محوه شي.

۲۰۱۴ :د فلسطین یارموک کمپ کې فلسطینیانو ته د ملګروملتونو کمکونه توزیع کیږي

ښاغلي نتنیاهو زیاته کړه د فلسطیني کډوالو لپاره جوړه شوي اداره اوس د هغوئ د اولادونو خدمت کوي. هغه وویل "هغه خلک چې کډوال و، اوس لمسیان لري، او هغوئ کډوال ندي خو د ملگرو ملتونو د ادارې له خوا یې خیال ساتل کیږي. او په اویا کلونو کې به د دوئ کړوسیان هم پیدا شي. دا حماقت باید نور بند شي."

د اسراییل صدراعظم وړاندیز کوي چې د فلسطیني کډوالو لپاره ځانګړې شوې مرستې باید د ملگرو ملتونو پرعالي کمشنرۍ وویشل شي او هغو خلکو ته ورکړل شي چې ریښتیا کډوال دي. خو منتقدین وایي د فلسطیني کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو د ادارې د مرستو بندیدل به په غزې تړانګه کې ستونزه لا پیچیلي کړي، چې وار له مخې لا وضعیت ښه نه دی.