کندهار والي: د فساد ضد اداره فساد کې ککړه ده

دا لمړی ځل دی چې د کندهار ولایتي مقامات د ادراي فساد یوه داسي قضیه له رسنیو سره شریکوي چې خپله د اداري فساد پرضد د مبارزې ادارې مامورین پکې لاس لري.

د کندهار والي زلمی ویسا وايي چې د اداري فساد پرضد د مبارزې د ریاست کار کونکو د یوې بلي حکومتي ادارې له ریس څخه د فساد د یوه جعلي تور په بدل کې لمړی د ۲۰ زره امریکايي ډالرو د رشوت غوښتنه کړې وه.

نوموړي پدې اړه جوړي شوي خبري ناستې ته وويل چې د جنوبي حوزې د اداري فساد پرضد د مبارزې ریس هم دوي ته پدې قضیه کې مطلوب دی خو هغه له ولایتي اجازې پرته له کندهاره کابل ته تللی.

دا لمړی ځل دی چې د کندهار ولایتي مقامات د ادراي فساد یوه داسي قضیه له رسنیو سره شریکوي

ده زیاته کړه چې امنیتي ادارې د هغه څارنوال د نیولو په هڅه کې دي چې د رشوت د اخیستلو پر مهال يې د تېښتې په وخت د ملی امنیت پر مامورینو ډزي کړي خو د اداري فساد پرضد د مبارزې د ریس ورور له ۶ شپږ زره ډالرو سره لاس په لاس نیول شوی .

په کندهار کې د اداري فساد پرضد د مبارزې ریاست په جنوبي ولایتونو په حکومتي ادارو کې د اداري فساد د مخ نیوي ماموریت په غاړه لري.

په ورته وخت کې د کندهار د والي دفتر هغه ثبت شوي خبري هم رسنیو ته وسپارلې چې په یاده قضیه کې د نیول شوي تن له خولې د تحقیقاتو پر مهال ثبت شوي .

د کندهار ولایتي مقامات وايې چې په اداري فساد کې، د ادارې فساد پر ضد د مبارزې د ادارې د مامورینو لاس لرل پر حکومت د خلکو باور ته زیان رسولی او دوی به يې په اړه کوټلي قانوني ګامونه پورته کړي.

په حکومتي ادارو کې اداري فساد د افغان حکومت پر وړاندې تر ټولو د یوې جدي ستونزي په توګه پيژندل کیږي.خو په ولایتونو کې بیا عام خلک له یادي ستونزي څخه تر نورو زیات شکایات لري.