نور: استعفا مې د غني او عبدالله له استعفا سره تړلې ده

ښاغلی نور ټینګار کوی چې "حاضر یم استعفا وکړم" خو په یو وخت کې "د ملي وحدت د حکومت رهبران- غني او عبدالله هم باید استعفا ورکړي"

د افغان حکومت او د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور ترمنځ د روانو شخړو په دوام، ښاغلي نور ویلي چې که د جمعیت ګوند او حکومت ترمنځ روانو مذاکراتو نتیجه ورنکړه، نو دی به استعفا ورکړي.

ښاغلي نور د شنبې په ورځ [جنورۍ ۲۰] د مزار شریف په ښار کې خپلو پلویانو ته وویل چې "استعفا مې مستقیم د ولسمشر او اجرائیه رئیس له استعفا سره یو ځاي ارتباط لري."

نور خبرداری ورکړی چې که مرکزي حکومت یې غوښتنې ونه مني، له خپلو پلویانو به وغواړي چې "زرغون حرکت" پیل کړي او واټونو ته راووځي.

د نور په وینا که حکومت یې بیا هم غوښتنې ونه منلې، له خپلو پلویانو به وغواړي چې "نارنجي حرکت" پیل کړي "یعنې حکومتي ادارې تصرفې کړي."

ارګ څه وايې؟

د بلخ د والي د استعفا له منل کېدو څخه ډیره موده پس، ارګ د بلخ په ولایت کې ادلون بدلون یوه داخلي موضوع بولي او وایې چې له دندې څخه د عطا محمد نور ګوښه کول یو اداري کار دی.

د افغانستان د ولسمشر د دفتر د رئيس د ستراتيژیکو اړیکو او رسنیو مرستیال محمد هارون چخانسوري د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته ویلي دي چې حکومت به په بلخ کې د تغییر بهیر بشپړ کړي.

ښاغلي چخانسوري پرته لدې چې د حکومت او جمعیت ګوند ترمنځ روانو مذاکراتو ته اشاره وکړي وویل چې حکومت د ثبات لپاره کار کوي او مقابل لوری دې هم د ثبات لپاره کار وکړي.

Your browser doesn’t support HTML5

عطا محمد نور "حاضر دی" چې استعفا وکړي