د سټکهولم بریدګر له سویډن نه د داعش غچ اخیسته- څارنوالان

د سټکهولم ښار پدې برید کې ۴ تنه وژل شوي وو.

په سویډن کې څارنوالانو د سه شنبې په ورځ (جنوري۳۰) وویل هغه کس چې د تیرکال په اپریل کې يي په سټکهولم کې خلک په موټر ووهل، غوښتل يي سویډن ته زور وښيې چې ولي يي د داعش د سخت دریځه ډلې پرضد په نړیواله جګړه کې برخه اخستې.

دا بریدګر رحمت عقیلوف نومیږي او په ازبکستان کې زیږیدلی خو د سویډن له پولیسو ځکه پټ و چې د پناه ورکولو درخواست يي رد شوی و. دا خبره یو څارنوال د رویترز خبري اژانس سره په انلاین مکالمه کې کړې ده. څارنوال ویلي چې عقیلوف ویل په بی عقیدې خلکو يي حمله کوله.

د عقیلوف مدافع وکیل یونس ایرکسن وویل موکل يي پدې اعتراف کړې چې یو تروریستي عمل يي اجرا کړې او د خلکو د وژنې اراده يي لرله. مدافع وکیل دا ونه ویل چې عقیلوف به په خپل دغه عمل پښیماني څرګنده کړې کنه.

تیرکال د اپریل په اوومه، رحمت عقیلوف د سټکهولم په مرکزي ساحه کې سهار وختي د یو رستورانت بهر د بیرو یو ټرک وتښتولو او تر پنځه سوه مترو پورې يي په ډير سرعت سره په عام لار کې لارویان او دوکانداران ووهل.

هغه ساحه چې عقیلوف خپل ټرک په لارویانو وجنګو

په وینو ککړ او نیمه سوځیدلي ځان یي بیا هم هڅه وکړه چې په کور کې یو جوړ شوی بم وچوي او وروسته يي نژدې ریل ستیشن په لور منډه کړه. پدې پیښه کې دری تنه وژل شوي وو چې یوه پکې ۱۱ کلنه نجلۍ وه او لس نور زخیمان شوي وو. د زخمیانو د جملې ځینې دوه تنه وروسته په روغتون کې مړه شوو.

عقیلوف په هماغه ورځ په سټکهولم ښار کې د یو تیلو ټانک سره د امنیتي کمرو په ذریعه تر پيژندنې وروسته ونیول شو. سویډن چې د تیرو دوه سوه کلونو راهیسې يي جګړه نده کړې او د ناټو د سازمان غړی هم ندی، خو د مالي، افغانستان، عراق او کزوؤ په څير هیوادونو کې يي د نړیوال سوله ساتي ماموریت کې برخه اخستې ده.

د عقیلوف محاکمه راتلونکې میاشت پیل کیږي.