کندوز کې سیمه ییزې غږیزې رسنۍ ولې یوازې سندرې نشروي؟

د کندوز ځوانان وايي چې په دغه ولایت کې محلي رسنۍ یا ایف ایم راډیوګانې داسې خپرونې کوي چې نه یوازې دا چې پیغام نه لري بلکه د ځوانانو د بې ځایه مصروفولو سبب شوي دي.د کندوز ځوانان او لوستي کسان غوښتنه کوي چې باید رسنۍ د ځوانانو لپاره تعلیمي خپرونې ولري.

د کندوز دوه تنه ځوانان په دغه ولایت کې د ایف ایم راډیوګانو د خپرونو په اړه داسې نظر ورکوي: عاطف وايي.«یو شمیر راډیوګانې داسې څه مانه دي اوریدلي چې د ځوانانو په ګټه وي، دلته داسې اداره نه شته چې خپرونې یې تعقیب شي. بل ځوان حمیدي وايي « کندوز کې په هره راډیو کې سندرې نشریږي دوي باید داسې خپرونې جوړې کړي چې د ځوانانو فکري او تعلیمي کچه لوړه کړي

د یوې ایف ایم راډیو مسول نظیف الله نظیف وايي چې کندوز کې رسنیو ځکه زیاتې خپرونې تفریحي کړي او سندرې نشروي چې مالي امکانات نه لري.هغه وايي: «د راډیوګانو یو علت دا دی چې مالي امکانات نه لري.

په کندوز کې پنځه راډیوګانې د ښځو له خوا جوړې شوي

په کندوز کې پنځه راډیوګانې د ښځو له خوا جوړې شوي، چې اوس مهال یې د څو راډیو ګانو مسولینو په اروپايي هیوادونو کې پناه اخیستې.

په کندوز کې په ایف ایم راډیو ګانو کې ویاندویان او کار کوونکي هغه ځوانان دي چې بل ځای کې دندې نه لري د وخت تیرولو په خاطر په دغو راډیو ګانو کې له مزد پرته کار کوي.

د کندوز یو تن ژورنالیست بشیر وايي چې په دغه ولایت کې لومړنۍ ایف ایم راډیو په ۲۰۰۶ کال کې جوړه شوه، چې ټولې کارکوونکې یې ښځې وې، خو څو کاله وروسته ددغې راډیو څلورو ښځینه ویاندویانو هرې یوې بیله بیله راډیو جوړه کړه.

د کندوز خبریالان وايي چې په دغه ولایت کې ځايي رسنۍ یوازې د پروژو اخیستلو لپاره جوړې شوي دي بلکه د خپرونو معیار او کیفیت ته پاملرنه نه کوي.که څه هم په عمومي ډول کندوز کې ایف ایم راډیوګانې او سیمه ییز شخصي تلویزنونه له مالي بحران سره مخ دي، خو بیا هم ځینې خلک د نورو تلویزیونونو او راډیوګانو د جوړولو لپاره کار کوي