د نوي لمریز کال په پیل کې به تذکرو د ویش لړۍ پیل شي

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د پریکړې پر بنسټ د رای ورکونکو لست به د پیژند ګلوۍ د تذکرې په اساس جوړیږي.د دغه کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد د یکشنبه په ورځ ددې مطلب په څرګندولو سره خبریالانو ته وویل، د رای ورکونکو د لست د جوړولو بهیر جریان لري او په تخمیني توګه له ۱۳ تر ۱۴ میلیونه په شرایطو برابر کسان به په ټاکنو کې ګډون وکړي.

ښاغلي صیاد وویل د رای ورکونکو د لست د نوملړ د چمتو کولو لپاره باید د وګړو د ثبت اداره نوې کاغذي پیژند پاڼې وویشي."موږ له ثبت احوال نفوس ادارې سره موافقتنامه لرو چې په دې موافقتنامه کې هغوې موږ سره وعده کړې چې تقریبا د لس میلیون په شاوخوا کې تذکرې به هغوې ته چې تر اوسه تذکره نلري او یا یې ورکې کړي دي یا هم زړې دي هغوې ته تذکرې وویشي زموږ غوښتنه داده چې ژر تر ژره دې د تذکرو ویش پیل شي".

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ټینګار کړی چېپه تیرو ټاکنو کې د رای ورکونې ټول کارتونه د اعتبار وړ نه دي او پرځای یې د تذکرو پر اساس د نوي لست له مخې به وګړي په ټاکنو کې خپله رایه وکاروي.د نفوسو د احوال د ثبت اداره وایي چې د راتلونکي لمریز کال په پیل کې به د نوو کاغذي تذکرو د ویش لړۍ پیل کړي.

بل خوا د وګړو د ثبت اداره وایي چې دوې د نوو کاغذي پیژند پاڼو ویشلو ته چمتوالی لري او دا لړۍ به په راتلونکي لمریز کال پیل کړي.

د دغې ادارې ویاند روح الله عشرت احمدزي امریکا غږ ته وویل د نوو لس میلیون کاغذي پیژند پاڼو د ویش لړۍ به په ټولو ولایتونو کې پیل او له څلورو تر شپږو میاشتو وخت ونیسي."د راتلونکي کال په شروع کې موږ دغه لړۍ رسما پیلوو چې څلور تر شپږ میاشتې په بر کې نیسي تخمینا څه باندې لس میلیون نفوس د افغانستان صاحب د تذکرې نه دي چې په هغه کې نه یوازې له اتلس کلونو پورته کسان دي بلکه له اتلس کلونو څخه ټیټ هم دي د غو ټولو ته موږ د تذکرو ملي کمپیاین په پیل کې نیولی دی چې پلی به شي".

د یو مقام په وینا،د وخت کموالي او وضعیت له کبله احتمال دی چې ټاکنې له خپل ټاکلي وخت وځنډیږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په داسې حال کې د کاغذي پیژند پاڼو د ویش غوښتونکي دي چې دا مهال د دغه کمیسیون د ریاستونو په ګډون یو شمیر کلیدي بستونه تش دي.

له دغو بستونو څخه ۲۴ یې په ولایتونو کې د ټاکنو د ریاست، ۸ نور په کابل کې د دوهم بست ریاست او ۵۵ نور بستونه هم په خپله کمیسیون کې د لومړي او دوهم بست ښکته څوکیو ته اعلان شوي دي.دغه کمیسیون زیاتوي د دارالانشا د بست څوکۍ لپاره به هم په نیږدې وخت کې د درې نفرو نومونه ولسمشر ته واستول شي.

خو په دې هکله د دغه کمیسیون ریس وویل "د کمیسیون کاري لومړیتوبونه د کمیسیون د دایمي کارمندانو استخدام دی چې تش بستونه او سرپرستان پکې شامل دي چې د یوې شفافې پروسې له لارې به وړ او په شرایطو برابر کسان به استخدام شي".

دغه کمیسیون زیاتوي اوس مهال د ټاکنو ۷۳۵۵ مرکزونه موجود دي او یوازې په ۳۲ ولسوالیو کې د نا امنیو له امله یو شمیر مرکزونه نه دي ارزول شوي.

د دغه کمیسیون مشر وویل چې د رای ورکونې د مرکزونو ورستۍ شمیرې به د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون له اروزنو څخه وروسته اعلان شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پر وینا د ولسوالیو د شوراګانو او پارلماني ټاکنو نیټه د راتلونکي لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۶ نیټه ښودل شوې ده.

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکود ټاکنو د تر سره کولو په نیټه کې ځنډ په دقیقه توګه نه څرګندوي خو له دې وړاندې د دغه کمیسیون مشر ښاغلي صیاد امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي وه چې د وخت کموالي او وضعیت ته په کتو ددې امکان شته چې ټاکنې له خپل ټاکلي وخت وځنډیږي.د افغانستان له ټاکنو څخه د څار یو شمیر بنسټونو هم د راتلونکو ټاکنو لپاره د اصلاحاتو او د چمتوالي په بهیر اندیښنه ښودلې ده.