د بشري حقونو مخکښه مدافع عاصمه جهانګیر مړه شوه

عاصمه جهانګیر د بشري حقونو په برخه کې د ملګروملتونو ځانګړې خبریاله هم وه.

عاصمه جهانګیر ۶۶ کلنه وه او کورنۍ یي نن (یکشنبې فبروري ۱۱) رسنیو ته وویل چې عاصمه جهانګیر نن یکشنبې په لاهور کې د زړه د حملې له امله ساه ورکړه. د میرمن جهانګیر خور، حنا جهانګیر د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې په عاصمه جهانګیر د زړه حمله راغله او روغتون ته په لاره وه چې ساه يي ورکړه.

عاصمه جهانګیر په ۲۰۱۴ کال کې د بشري حقونو د دفاع په برخه کې د فرانسې یوه معتبره جایزه وګټله چې د سویډن د نوبل جایزې بدیله ګڼل کیږي. په پاکستان کې د بشري حقونو د دفاع په برخه کې ډیر کم کسانو د عاصمه جهانګیر په کچه کار او خدمت کړې دی.

میرمن جهانیګر په پاکستان کې د ښځو د حقونو په دفاع، د بشري حقوقو نه د سرغړونو او د دیکتاتوري نظامونو پر ضد ډیره زړه وره مبارزه کړې ده.

د پاکستان د بشري حقونو د کمیسون رئیسه او د بشري حقونو په برخه کې د ملګروملتونو ځانګړې خبریاله پاتې شوې. عاصمه جهانګیر په ۲۰۰۷ کال کې د هغه وخت د نظامي حاکم جنرال پرویز مشرف د حکومت لخوا بندي شوه او په ۲۰۱۲ کال کې د پاکستان د مرکزي استخباراتو د ادارې (آی.اس.آی) لخو ورته د مرګ تهدید شوی و.