د داعش سره جګړه پای ته نده رسیدلې ـ جیم ماتیس

څیړونکي وایي د داعش پلویان اوس سوريې او عراق ته نه ورځي

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جم متیس د یکشنبې په ورځ (فبروري۱۱) وویل چې د داعش په وړاندې جگړه پای ته نده رسیدلې. ښاغلی متیس روم ته لاړ او د هغو متحدینو سره به خبرې وکړي چې په سوریې او عراق کې د داعش په وړاندې جنگیږي.

روانه اونۍ د امریکا په مشرۍ د ائتلاف څه د پاسه لس غړي هیوادونه په روم کې راټولیږي او په دې خبرې کوي چې د داعش په وړاندې جگړې کې د ناتو غړي هیوادونه منصفانه ونډه واخلي او د داعش بهرني نیول شوي جنگیالي بیرته خپلو هیوادونو ته د محاکمې لپاره وسپارل شي.

د امریکا د دفاع وزیر وایي په نړۍ کې هیڅ هیواد د داعش ملاتړ نکوي. هغه د بیلگې په توگه د لبنان حزب الله ډله یاده کړه چې په وینا يي ایران یې ملاتړ کوي خو ویې وايي داعش داسې یو ملاتړی هیواد نلري. متیس وایي اول خو دا چې داعش په فزیکي ډول ختموو او دا کار همدا اوس روان دی.

د عراق په موصل ښار کې د داعش نه نیول شوې وسلې او مهمات

ښاغلي متیس ټینگار وکړ چې په عراق کې د داعش په وړاندې جگړه اسانه و، ځکه امریکا د عراقي حکومت سره په گډه کار کوي. او امریکایي ځواکونو به په سوریې کې هم خپل ماموریت ته چې د داعش په نښه کول دي دوام ورکړي.

بلخوا د اسراییل صدراعظم بنیامین نتیاهو د یکشنبنې په ورځ (فبروري۱۱) وویل چې په سوریې کې دننه ایراني او سوریایي ځواکونو ته یې کلک گوزازونه ورکړي دي او د هر تیري ځواب به ورکړي.

د اسراییلو له خوا د شنبې په ورځ برید له هغه وروسته پیل شو چې د سوریې ځواکونو د اسراییل یوه اف.۱۶ ډوله جنګي جيټ وویشتله. دا د ۱۹۸۲ کال وروسته د اسراییل لمړنۍ جنګي الوتکه ده چې له منځه ځي. د اسرییل د پوځ په وینا پیلوت له الوتکې ټوپ کړی او الوتکه په اسراییل کې لویدلې.

روسیې په سوریې کې د اسراییلي هوایي برید نه وروسته په سیمې که د تاوتریخوالي د زیاتیدو خبرداری ورکړی. د کرملین ویاند دیمتري پسکوف د دوشنبې پهورځ وویل چې د سوریې د سولې بهیر لپاره د امریکا مرستیې کافي ندي. د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر میخایل بوگدانوف هم نن وویل چې روسیه، ترکیې او ایران، د سوریې په اړه د بهرنیو چارو د وزیرانو د یوې احتمالي غونډې په اړه خبرې کړي چې اټکل کیږي په مارچ میاشت کې د قزاقستان په استانه ښار کې تر سره شي.