د ختیځ زون لپاره د ښځینه سوداګرۍ خونې څانګه پرانیستل شوه

ُتر دې وړاندې په پلازمېنه کابل او بلخ کې هم د ښځو سوداګرۍ خونه جوړه شوې وه

د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې د ښځو سوداګرۍ خونه پرانستل شوه چې پکې لسګونو ښځینه سوداګرو ګډون کړی و.

تر دې وړاندې په پلازمېنه کابل او بلخ کې هم د ښځو سوداګرۍ خونه جوړه شوې وه.

ددغې څانګې د پرانیستې پر مهال د افغانستان په کچه د ښيځنه و سوداګرۍ خونې مشرې منېژې وافق وویل:"ځینې پرواګرامونه دي چې موږ یې په کار اچوو او د سوداګرو ښځو لپاره کاري زمینې برابروو، دوی ثبتوو او بیا ورته زمینه برابره وو چې دوی ته راولاړې ستونزې حل شي".

اغلې وافق وویل چې تر اوسه یې په ننګرهار کې تر سلو سوداګرې ښځې ثبت کړې دي او دا چاره به نوره هم ګړندۍ ساتي.

دغو مراسمو ته د افغانستان لومړۍ مېرمنې غونډې ته ویدیويي پېغام هم رالېږلی او پکې یې د افغان ښځینه و سوداګرۍ ملاتړ کړی و.

لمړۍ مېرمنې وویل:"زه هېله لرم چې د سواګرۍ خونې په جوړېدو سره به د ښځو ژوند ښه شي او هم به د ښځينه و سوداګرو کار نور هم وغوړېږي او پرمختګ به وکړي، دا یوه لویه لاسته راوړنه ده".

د ننګرهار د ښځو چارو رییسې انیسې عمراني په غونډه کې وویل:" موږ اوس زرګونه ښځې لرو چې په لاسي صنایعو او سوداګرۍ بوختې دي، اوس به ددې خونې په جوړېدو سره دا چارې نورې هم منظمې شي".

د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو رییس شیر عالم امله وال امریکا غږ ته وویل چې په ننګرهار کې یواځې اوه زره کسان د قالین اوبدلو په فابریکو کې شته دی چې له نیمايی ډېرې یې ښځي دي او د ښځينه و سوداګرۍ خونې جوړېدل یې د ښځینه سوداګرو د پرمختګ لپاره مهم ګام وګاڼه.

که څه هم په افغانستان کې ښځو ته د سوداګرۍ ډېره موقع نشته خو په دې وروستیو کې یې یو څه پرمختګ کړی دی.