په افغانستان کې د "سلام ژوند" په ذریعه درملنه ممکنه شوه

اکثره افغانان د صحي معایناتو دپاره شخصي کلینیکونو ته ورځي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ (فبروري۲۶) یو انټرنټي اپلیکشن معرفي کړ چې ددی انټرنټي وسیلې په ذریعه د افغانستان دننه ناروغان کولې شي په بهرملکونو کې د ډاکټرانو مشورې واوري.

دا لمړی ځل دی چې په افغانستان کې په انلاین میتود د ناروغانو درملنه او له ډاکټرانو سره د ناروغیو په تړاوو علمي مشورې او معاینه ممکنه کیږي.

د "سلام ژوند" اپلیکشن داسې بڼه لري.

که څه هم په پرمختللې نړۍ کې د انلاین درملنه یا "Online Health" زیاته مروجه ده خو لدې وروسته به په لومړي ځل په افغانستان کې د انټرنټ د یو ځانګړي پروګرام له لارې د ډاکټرانو او ناروغانو وصلول ممکن شي.

د عامې روغتیا وزارت ددی صحي خدمت د عام کولو دپاره د یوخصوصي شرکت په همکاري یو اپلیکشن ترتیب کړې چې ناروغان کولای شي هرکله په نورو سیمو یا هیوادونو کې د معالج ډاکټرانو سره په تماس کې شي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل دا اپلیکشن به په افغانستان کې د صحي خدماتو په رسولو کې مرسته وکړي. ډاکټر فیروز وایي صحي کارکوونکي به له دې اپلیکشن نه په دوو روغتونونو کې کار واخلي.

د چارواکو په وینا د صحت طفل او شیخ زاید په روغتونونو کې، ددې له معرفۍ سره په روغتونونو کې د کار سرعت زیاتیږي او ناروغ به پدې پوهیږي چې روغتون کې خدمات شته، کوم امکانات شته او کوم ډاکټر نوکریوال دی. د وزارت په وینا لدې وروسته ډاکټر اړ ندی چې نسخه ولیکي بلکې ټول اجرآت به الیکټرونیکي کوي.

په نړیوالو مرستو کې یوازی د امریکا نړیواله پرمختیايي اداره د افغانستان د روغتیا وزارت سره د حفظ الصحې او تغذيې، د صحي خدماتو ادارو قابلیت لوړلو، د محلي صحي خدماتو پراختیا او د ماشومانو د اسهال او خوارځواکۍ د مخنیوي پرورګام، د توبرکلوز د درملنې او وقایي هڅو کې او د مور او ماشوم د تغذيې او سالمې ودې دپاره ګډه همکاري کوي.

د افغانستان اکثریت ناروغان خصوصأ د زړه ناروغیو، پختورګو، لویو عملیاتو او جدي عملیاتو دپاره بهر ملکونو او په ځانګړې توګه پاکستان او هند ته ځي.

پداسې یوه هیواد کې چې روغتیايي خدماتو ته لاس رسی په پراخه کچه ندی او زیاتره خلک په کلیوالو سیمو کې له صحي خدماتو محروم دي، څنګه کولی شي چې له داسې یوه اپلیکشن ګټه پورته کړي. ډاکټران وايي روغتیايي خدمات په ټول جهان کې ډیجیټل شوي او په افغانستان کې هم دا خدمات ډیجیټل کیدو ته اړتیا لري.

دا اپلیکشن "سلام ژوند" نومیږي، په لومړي سر کې به په دوو روغتونونو کې عملي شي او په دولتي روغتونونو کې وړیا دی. ډاکټران وايي دا چې طبابت پرمختګ کړې او د ناروغیو نوي ډولونه هم زیات شوي نو د درملنې پخواني میتودونه باید د درملنې په نویو طریقو بدله شي.