اتمر: د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې برمته دي

홍콩 민주화 운동가 조슈아 윙과 아그네스 차우, 이반 램이 공판에 참석하기 위해 홍콩 법원에 도착했다. 3명의 민주화 운동가는 공판에서 불법집회 혐의로 수감됐다.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمدحنیف اتمر وایي هغه طالبان او جنګیالي چې د افغانستان سره غواړي سوله وکړي، پاکستان يي د کورنیو په برمته کولو، جګړې ته مجبوروي. د ښاغلي اتمر په باور د جهادي قوماندانانو او طالبانو اکثریت کورنۍ په پاکستان کې دي.

ښاغلي اتمر د شنبې په ورځ (مارچ۲۴) د اشناتلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې پاکستان او د سیمې یو شمیر نور هیوادونه په افغانستان کې د خپلو ستراتیژیکو هدفونو د پاره د افغان دولت ضد عناصر روزي او په افغانستان کې یي د جګړې لپاره لیږي.

اشنا تلويزيون سره د حنيف اتمر مرکه د مارچ په ٢٥کتلائ شئ

​د افغان چارواکو په وینا، د داعش جنګیالي د پاکستان په ملتیا وسله او روزنه ترلاسه کوي، په قوم اورکزي دي او د افغانستان په ختیځ او نورو سیمو کې يي د جګړې لپاره لیږي.

د ملی امنیت سلاکار اتمر وایي پاکستان ځکه په افغانستان کې د داعش – خراسان په نوم وسله واله ډله روزي او حمایت يي کوي چې د طالبانو د ناکامیدو په صورت کې د خپلو ګټو د پاره بله جنګي ډله ولري.

د ښاغلي اتمر په وینا اوس مهال د افغانستان دولت سره د داعش ډلې پورې تړلي اویا تنه بندیان دي چې اکثریت يي بهرنیان او د سیمې د هیوادونو تابعیت لري.

د افغانستان دولت پدې هیله دی چې که د تاشکند غونډه کې دا فرصت مساعد شي چې طالبانو ته واحد پیغام ورسول شي ترڅو پدې پوه شي چې د سولې په غیر بله لار نه لري او لدې فرصت څخه په ګټې اخيستو د خبرو د پاره رامخکې شي.

د ازبکستان په مرکز تاشنکند کې د افغانستان د سولې د مذاکرو په نوم غونډه د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې (مارچ۲۶ او۲۷) جوړیږي. امریکا او ترشلو نورو هیوادونو استازو پکې د ګډون کولو خبر ورکړې.

طالبانو تردی مخکې په څو ځلي د افغان دولت کمزوری بللی او وايي چې د امریکا سره مخامخ خبرې کول غواړي. امریکا او نړیوال متحدین يي د افغانستان د دولت په مشرۍ او مالکیت د سولې د هرډول خبرو پلوي او ملاتړ کړې دی.

ښاغلی اتمر وایي د سولې لپاره افغانستان په ډير اخلاص د سعودي عربستان، عرب اماراتو، روسیې، پاکستان او ځینو هغو هیوادونو ته چې د افغانستان د جګړې په ارامولو کې نقش لرلی شي، خبرې کړي او د همکارۍ تمه تری لري.