د نوم ‌لیکنې په لومړۍ ورځ د خلکو شمېر کم و

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر سید حفیظ الله هاشمي امریکا غږ آشنا ته وویل، د رایې ورکوونکو د نوم‌لیکنې په لومړۍ ورځ ۶۵۱۶ کسانو په ټول افغانستان نوم‌لیکنه کړې، چې ۲۵ فیصده یې ښځې دي.

د ښاغلي هاشمي پر وینا، نن هم زیات شمیر کسانو، چې د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي، د نوم ثبتولو لپاره د نوم‌لیکنې مرکزونو ته مراجعه کړې.

هغه وویل "پرون اوله ورځ وه، امیدواري دا ده چې دغې پروسې ته سرعت ورکړل شي او د خلکو د ثبتولو شمیره نوره هم پورته لاړه شي، د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې دغه بهیر پیل شوی دی، د ولایتونو په مرکزونو کې موږ د نوم‌لیکنې لپاره ۱۴۱۹ مرکزونه لرو، له دې شمیرې ۴۴ مرکزونه چې په مختلفو ولایتونو کې د سقوط په منطقو کې راغلي وو هغه نه دي پرانیستل شوي نور په ټولو ولایتونو کې نوم‌لیکنه شوې ده".

ښاغلي هاشمي زیاته کړه، د رایې ورکوونکو د راجستر کولو په دویم پړاو کې، چې یوه میاشت وروسته په ولسوالیو کې پیل کیږي، د نوم‌لیکنې ۷۳۵۵ مرکزونو دروازې به د خلکو پر مخ خلاصې شي.

ټاکل شوې چې دغه پروسه د تابعیت تذکرو پر بنسټ په دوو پړاونو کې ترسره شي.

له ټاکنو څخه د څار یوشمیر بنسټونه د نوم‌لیکنې په پروسه کې په لومړۍ ورځ د خلکو لږ ګډون د اندیښنې وړ بولي.

د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مشر یوسف رشید امریکا غږ آشنا ته وویل، د نوم‌لیکنې په لومړۍ ورځ د ثبت شویو رایې ورکونکو شمیر خورا کم دی او که د ثبت لړۍ همداسې دوام وکړي، د راتلونکو ټاکنو مشروعیت به تر پوښتنې لاندې راشي.

هغه وویل "که په دغه رقم موږ مخ ته لاړ شو، نو دا شمیره له یو نیم میلیون څخه نه پورته کیږي او په ولسوالیو او په کلیو او بانډو کې بیا دا رقم که د مرکزونو له لحاظه زیاتیږي، خو هلته د خلکو حضور د امنیتي ګواښونو او نه پوهاوي له امله، همدارنګه د وخت د کموالي او د تذکرې د موضوع له امله شاید راکم شي، زه هیله‌مند یم چې په نورو ورځو کې دغه رقم لوړ شي ترڅو د ولایتونو په مرکزونو کې موږ لږ تر لږه شپږ میلیونه رایې ورکوونکي له ځان سره ثبت کړو، که دا له شپږ میلیونو څخه کم شي، نو د ټاکنو د بهیر لپاره به دا ښه زیری نه وي".

د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د نفوسو د احوال د ثبتولو ادارې د اټکل له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۱۲ میلیونه کسان د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي. ښاغلي رشید ټینګار وکړ، چې مشروع ټاکنو ترسره کولو لپاره باید ټولو واجدو شرایطو کسانو ته د رایې ورکولو زمینه برابره شي.

د رایې ورکوونکو د نوم‌لیکنې په لومړۍ ورځ ۶۵۱۶ کسانو کې ٢٥ فیصده یې ښځې دي.

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون کمیشنر حفیظ الله هاشمي وايي، چې د نوم‌لیکنې په پروسه کې د خلکو د پراخ ګډون لپاره به د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات کړي.

ښاغلي هاشمي وویل "په همدغو یو دوه ورځو کې به په شدت سره دغه کمپاین پراخ شي او په ټلویزیونونو، راډیوګانو کې او په مختلفو طریقو باندې به هڅه وکړو چې خلک تشویق کړو، ترڅو راشي او نوم‌لیکنه وکړي".

د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره د نوم‌لیکنې پروسه تیره ورځ د حمل په ۲۵مه په ټول افغانستان کې پیل شوه.

ټاکل شوې چې دغه پروسه د تابعیت تذکرو پر بنسټ په دوو پړاونو کې ترسره شي.

لومړی پړاو چې د ولایتونو په مرکزونو کې ترسره کیږي، تیره ورځ پیل او د ثور په ۲۲ پای ته رسیږي او دویم پړاو چې د ثور په ۲۲ پیل او د جوزا په ۲۳ پای ته رسیږي، په ترڅ کې یې په ولسوالیو، کلیو او بانډو کې د ټاکنو په شرایطو برابر کسان ثبت او راجسټر کیږي.

د ټاکنو کمیسیون د رایې ورکوونکو د راجسټر کولو لپاره ۱۱ زره کسان استخدام کړي او ۲۲ زره نور به په دویم پړاو کې استخدام کړي.