امریکا: روسیه او سوریه د شواهدو موندلو مخنیوی کوي

هغه ځایونه چې د اپریل۱۴ - امریکا، فرانسې او بریتانیې پکې د کیمیاوي وسلو تاسیسات ویشتلي.

امریکا د دوشنبې په ورځ (اپریل۱۶) روسیه او سوریه پدې تورن کړل چې د یوې نړیوالې پلټونکې ډلې مخنیوي کوي ترڅو د سوریې په دوما ښار کې هغه ساحه کې پلټنې ونکړي چې د کیمیاوي وسلو د استعمال پکې شوی دی. امریکا دا هم وویل چې روسانو او سورییانو د پيښې په ساحه کې شواهد له منځه وړي دي.

مسکو دا تورونه رد کړل او برعکس امریکا پدې ملامتوي چې په سوریه کې د شنبې په ورځ د هوایي بریدونو له امله يي د پلټنو لړۍ ځڼډولې ده.

په دوما ښار کې د مشکوکې کیمیاوي وسلې د استعمال په مقابل کې د لویدیځ د اقداماتو په ترڅ کې، واشنګټن دیته هم تیاری نیولی چې د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد نژدې متحد، روسیې باندې نوي اقتصادي بندیزونه ولګوي. د اروپايي اتحادیې د بهرنیوچارو وزیرانو هم نن خبر ورکړ چې عینی اقدام به وکړي.

د کیمیاوي وسلو د څار سازمان ریاست د هالند په هاګ ښار کې دی.

د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان/OPCW/ نن دوشنبې په هاګ ښار کې خپله بیړنۍ غونډه وکړه او د سوریې په دوما ښار کې د اپریل په اوومه د کیمیاوي وسلې په مشکوک استعمال يي خبرې وکړې. دوئ د دقیقو پلټنو د نتیجو په تمه دي.

د شنبې په ورځ (اپریل۱۴) امریکا، فرانسې او بریتانیې په ګډه په سوریې باندې هوایي بریدونه په داسی وخت کې وکړل چې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان یو پلټنونکې پلاوی سوريې ته رسیدلی و چې د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه تحقیق وکړي. کیمیاوي وسله د جمعې په ورځ (اپریل۱۳) په دوما کې د حکومت ضد یاغیانو پرضد کارول شوی. راپورونو کې ګڼ شمیر ملکي خلک ښکاري چې د پيښې قربانیان دي.

د کیمیاوي وسلو د احتمالي استعمال پلټونکی پلاوی لاهم پدې تمه دی که د دوما ښار ته ورشي. په دوما کې حکومتي امنیتي ځواکونه او د روسیې د اردو څارونکي ځواکونه ځای پرځای شوي او د حکومت په کنترول کې ده. د سوریې مخالفی ډلې شکایت کوي او وایي کیدلی شي چې په ساحه کې د کیمیاوي وسلو شواهد لدی وروسته پیدا نشي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه ویدیو خپره کړه او وایي د ورجینیا-کلاس جان وارنر نومی تحت البحري چې په مدیترانې کې يي لنګر اچولی و، د شنبې په ورځ يي په سوریې توغندي وویشتل. د امریکا، فرانسې او بریتانیې الوتکو او جنګي کشتیوګانو تر سلو زیات توغندي وویشتل او اکثریت يي د سوریې د دافع هوا پرته په هدفونو ولګیدل.

په سوریې، دوما ښار باندې د مدیترانې نه امریکايي توغندي وویشتل شوو.

امریکايي مقاماتو د یکشنبې په ورځ په سوریې د متحده نظامي اقدام دفاع وکړه او وایي پدې بریدونو کې يي د جمهور رئیس بشارالاسد د غیرقانوني کیمیاوي وسلو تاسیسات وران کړل. سپینه ماڼۍ هم وویل چې امریکا او متحدینو یي هغه کار وکړ چې غوښتل يي باید وشي.

سپینه ماڼۍ وایي جمهور رئیس ټرمپ پدې کوشش کې هم دی چې په سیمه کې د ایران د نفوذ مخه او د کیمیاوي وسلو د خپریدو مخنیوی وکړي. سوریې او روسیې، دا تورونه رد کړل چې ګوندی دمشق ته نژدې د یاغیانو په سیمه کې د حکومتي حملو په جریان کې کیمیاوي وسلې کارول شوي دي.

په عینی وخت کې د اروپا د بهرنیوچارو وزیرانو او د فرانسې پارلمان په سوریې د امریکا، فرانسې او بریتانې د هوايي بریدونو په اړه نن دوشنبې په لکسامبرګ غونډه وکړه چې آیا د نړیوالو اصولو مطابق عمل شوی که نه. د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل ماکرون پرون ویلي وو چې په سوریې بریدونه د نړیوالو اصولو له مخی شوي دي. د جرمني صدراعظم انګیلا مرکل هم دا نظامي اقدام ضروري ګڼلی.

د همدې بحثونو په جریان کې د ناټو عمومي منشي یانس ستولتنبرګ د دوشنبې په ورځ په انقره کې د ترکیې د دفاع وزیر سره ولیدل او د ترکیې په شمول د ناټو سازمان په سوریې د وروستیو هوايي بریدونو ملاتړ وکړ. او په دمشق کې په سلګونو خلک د دوشنبې په ورځ د خپل حکومت او امنیتي ځواکونو په ملاتړ راغونډ شوي وو. د سوریې وسله وال قوتونه وایي دوئ د لویدیځ د ګډو نظامي حملو دفاع کړې او کامیابه وو.