پاکستان د افغانستان د صادراتو مخه نیولې ده

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، پاکستان ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادرولو پر وخت پاکستاني چارواکي له افغان سوداګرو څخه د (پي آر آی) په نوم د میوو او سبزیجاتو د روغتیايي ارزونې د سند غوښتنه کوي او په دې پلمه سوداګرو ته اجازه نه ورکوي، چې خپل توکي پاکستان ته صادر کړي.

د دغې خونې لومړي مرستیال خانجان الکوزي د دوشنبې په ورځ له یو شمیر سوداګرو سره ګډې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې له شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې پاکستان د افغانستان پر کرنیزو صادراتو باندې یو لړ سخت شرایط ایښي او که د ثور میاشتې تر پایه پورې ورته د حل لاره چاره پیدا نشي، افغان سوداګر او بزګران به له سترو ستونزو سره مخ شي.

افغانستان په ۱۳۹۶ لمریز کال کې بهرنیو هیوادونو ته د ۱.۲ میلیون ټُنو کرنیزو محصولاتو صادرات درلودل

هغه زیاته کړه، پاکستان هڅه کوي، چې په مختلفو پلمو د افغانستان د محصلاتو د صادرولو مخه ونیسي او له دې لارې افغانانو ته اقتصادي زیانونه واړوي.

د ښاغلي الکوزي پر وینا، د پاکستان د قرنطین د څانګې مامورینو همدا اوس د افغان سوداګرو نږدې ۳زره ټُنه پُنبه د پیښور ښار په کارخانو سیمه کې د (پي آر آی) سرټیفیکیټ د نشتوالي له امله ایساره کړې او دغه راز د افغانستان د هر بل کرنیز محصول د صادرولو مخه یې نیولې ده.

د افغانستان د میوو او ترکاریو د سوداګرانو د ټولنې مشر اختر محمد احمدي په دغې غونډه کې وویل، که حکومت له پاکستان سره د افغان سوداګرو دغه ستونزه ژر تر ژره حل نه کړي، افغان بزګران او سوداګر به له زیاتو مالي زیانونو سره مخ شي.

افغان سوداګر وايي، پاکستان د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادرولو لپاره د داسې معیارونو درلودونکي سرټیفیکیټ غوښتنه کوي، چې په خپله یې هم د خپلو صادراتو لپاره وړاندې کولی نه شي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع وزارت وايي، چې ژر به د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ یوه دوه اړخیزه اقتصادي غونډه جوړه شي او په دغې غونډه کې به له پاکستاني لوري سره د افغان سوداګرو یاده ستونزه مطرح کړي.

شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې پاکستان د افغانستان پر کرنیزو صادراتو باندې یو لړ سخت شرایط ایښي

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي امریکا غږ اشنا ته وویل "په ډیر نږدې راتلونکې کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه ناسته کیږي، په هغې کې به موږ دا ټول مسایل له پاکستان سره وڅیړو. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت هدف دا دی چې له ټولو هیوادونو سره یو شان تجارت او ترانزیت ولرو او له هیوادونو څخه هم غوښتنه کوو، چې له موږ سره یو ډول چلند وکړي، که جلا چلند وکړي، هغوی ته یې هم زیان رسیږی او موږ هم زیانمن کیږو".

ښاغلي قوقندي د افغانستان او پاکستان تر منځ د اقتصادي غونډې د ځای او کره نیټې په اړه څه ونه ویل.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د شمیرو له مخې، افغانستان په ۱۳۹۶ لمریز کال کې بهرنیو هیوادونو ته د ۱.۲ میلیون ټُنو کرنیزو محصولاتو صادرات درلودل، چې له نیمايي زیات یې پاکستان ته صادر شوي دي.