هلمند کې مخابراتي شبکې کار نه کوي

د هلمند په شمال سنګین او جنوب ګرمسېر ولسوالیو کې د نصرت په نوم د پوځي عملیاتو له پيل څخه دوې اوونی پوره کیږي چې ځايي مقامات يې د دې ولایت د امنیت لپاره خورا اغېزمن ګڼي.خو وسله والو طالبانو نن د پنځمي ورځي لپاره هم تر خپل نفوذ لاندي سیمو کې د ۱۲۰ مخابراتي آنتنونو د فعالیت مخه نیولې.

په هلمند کې څلور خصوصي مخابراتي شبکې فعالیت لري چې د لښګرګاه ښار په ګډون د هلمند په ځینو نورو برخو کې انټرنیټي خدمتونه هم وړاندې کوي.

د هلمند د مخابراتو ریس امیدالله زهیر وايې چې وسله والو طالبانو د مخابراتي شبکو مسئولینو ته د دې کار لامل دا په ګوته کړی چې د هلمند په روانو نظامي عملیاتو کې د نظامي موخو لپاره له یادو شبکو څخه کار اخلي.

خو د مخابراتي شبکو د فعالیت په غبرګون کې د هلمند د سولي د پرلت غړو په یوه اعتراضیه لاریون کې نیوکه وکړه چې د مخابراتي شبکو د فعالیت په دریدو سره د دوی د جوړېدونکې ۳۰ زره کسیزه غونډې د مخ نیوي هڅه کیږي.

طالبان هلمند په روانو نظامي عملیاتو کې د نظامي موخو لپاره له یادو شبکو څخه کار اخلي.

د هلمند د سولي د ولسي حرکت یو تن مخ کښ تنظیمونکې اقبال خیر که څه هم پدې برخه کې د کوم چا نوم یاد نکړ خو زیاته يې کړه چې دا کار د دوی د غږ د غلي کولو لپاره شوی.

د هلمند ځايي اوسیدونکې وايې چې د تلیفوني او انټرنیټي اړیکو د پرې کیدو سره سم يې تجارت او ورځني فعالیتونه اغېزمن شوي او هره ورځ له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

د خصوصي مخابراتي شبکو مسئولین پدې اړه له تبصرې کولو څخه ډډه کوي خو د هلمند تر څنګ د زابل او اروزګان ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې بیا له تیرې یوې میاشتي راهیسې د وسله والو طالبانو د ګواښ په وجه د ورځي د څو محدودو ساعتونو لپاره مخابراتي شبکې فعالیت لري.

د هلمند مطبوعاتي دفتر وايې چې ستونزه يې د مخابراتو د وزارت سره شریکه کړې او په حل کې به يې ممکن ژر عملي ګامونه پورته شي.