په افغانستان کې سیلابونو ۳۴ تنه مړه کړي

ډېر زیان د افغانستان په شمالي او مرکزي ولایتونو کې اوښتي

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په تازه بارانونو او سیلابونو کې شاوخوا ۳۴ تنه مړه شوي دي.

له تېرې یوې اونۍ راهېسې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې بارانونه شوي او سیلابونه راوتلي دي چې یو شمېر کورونه او زراعتي ځمکې یې هم ویجاړې کړي دي.

سیلابونو ډېر زیان د افغانستان په شمالي او مرکزي ولایتونو کې خلکو ته رسولي دي. د بېړنیو حالاتو سره د مبارزې د ادارې ویاند حشمت بهادري رویټرز اژانس ته ویلي چې په دغو سیلابونو کې شاوخوا ۹۰۰ کورونه زیانمن شوي او سلګونه څاروي یې هم وژلي دي.

هغه وویل د دوی اداره د اوښتي مالي او ځاني تلفاتو په اړه د نورو معلوماتو په راټولولو بوخته ده.

ښاغلي بهادري وویل چې ځینو سیمو ته د مرستو رسول هم ستونزمن دي ځکه سیلابونو تر ډېره په لېرو پرتو سیمو کې زیانونه اړولې او لارې یې هم خرابې کړي دي.

هغه وویل د دوی ټیمونه هڅه کوي چې اړو او زیانمنو شویو کورنیو ته ځینې اولنۍ مرستې ورسوي. نوموړي ونه ویل چې دقیقآ دغه کسان د افغانستان په کومو ولایتونو کې مړه شوي او څومره نور بې کوره شوي دي.

د افغانستان په ځینو برخو کې له تېرو څو کلونو راهېسې وچکالي ده او دا بارانونو هم په غیر عادي وخت کې شوي دي. افغانستان یو غرنی او زراعتي هېواد دی او ډېر خلک یې په کلیو او بانډو کې اوسیږي او په کر کیلي پايې.

د دا ډول سیلابونو ډېر قربانیان همدغه کلیوال او کروندګر دي.