د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم ځوان لوبغاړی مجیب ځدران چې کال دوه زره وولسم کې ملي ټیم ته راغلی. هغه وخت دی د نولس کلنو لوبغاړو د ټیم غړی هم و. په دې لږ وخت کې مجیب ځدران د خپلې ځانگړې وړتیا په مټ نه یوازې د هیواد په ملي ټیم کې ځای پیدا کړ. بلکې د هند ای پي ایل په مشهور ټیم کنگز الیون پنجاب کې هم په درنو پیسو واخیستل شو.
مجیب ځدران چې په مجیب الرحمن هم یادیږي، دا وخت د بنگله دیش ،عربي اماراتو او انگلستان په لیگونو کې شامل دی او استعداد ته په کتو ېې داسې بریښي چې ژر به نورو لوړو لیگونو کې واخیستل شي. همدغه استعداد ېې دی چې د کرکټ د ملي ټیم کپتان هم ورباندې باور کوي او د لوبې لومړۍ او مهم اوور مجیب ځدران ته ورکوي او مجیب ځدران ېې باور باندې پورې خیژي او مهم لوبغاړي د لوبې پیل کې سوزوي.
مجیب ځدران چې دا وخت د ملي ټیم سره هند کې دی د بنگله دیش خلاف لومړۍ شل اوریز کې ېې د تمې سره سم په لومړي توپ د بنگله دیش د سر لوبغاړی تمیم اقبال وسوزوه. تمیم اقبال چې ترڅو په توپ پوهیده وکټه ېې بایللې وه. پخپله د افغانستان نامتو لوبغاړی راشد خان وايي چې د مجیب ځدران ملگرتیا د ده بار کم کړیدی او ترڅو چې د هغه نوبت رارسیږي ،مجیب ورته لوبه اسانه کړې وي.
ځوان لوبغاړی مجیب چې دا وخت عمر ېې یوازې وولس کاله دی، د امریکا غږ اشنا راډیو سره ځانکړې مرکه کې وايي چې ده چې کوم لوبغاړی څو کاله مخکې یوازې د تلویزون په پرده لیدل ،نن هم هغو ورسره میدان کې ولاړ دی او شاباشی ورنه اخلي. هغه وايي چې د ټیم د کپتان نه واخله تر یو یو لوبغاړي پورې هرڅوک ېې تشویقوي او ډاډ ورکوي چې دې سره نور قوت اخلي او ښه لوبه کوي.
هغه د راتلونکو لوبو دپاره د خپلې تیارۍ په اړه وویل چې دی یوه شپه مخکې د سباني ټیم د لوبغاړو باره کې تصمیم نیسي او سبا ورته هغسې توپ اچوي. دی وايي چې دی دې ته نه گوري چې مخامخ ورته کریس گیل ولاړ دی،دهوني او که میکسویل.بس خپله خواري کوي.
مجیب ځدران دې ته لیواله دی چې افغانستان خپل لومړۍ ټیسټ سیالي د هند سره کوي او دی ورته په تمه ده چې په دغه تاریخي لوبه کې هم دی اول توپ واچوي او تاریخ کې به خپل نوم ثبتوي .
Your browser doesn’t support HTML5